كوچنې اختر د ايثار ٬ يووالي ٬ خدمت خلق او اجتماعي ذمه وارۍ احساس تازه كولو موقع ده: د وزيراعظم د كوچني اختر په موقع پيغام

لاهور۔20مارچ (اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف د پاكستان او ګردې نړۍ مسلمانانو له د كوچني اختر مباركي وركولو سره په اسلامي نړۍ كښې د لا يووالي په حاجت زور راوړے او وئيلې يۍ دي چې په يو داسې وخت كښې چې نړۍ غېر ېقيني صورتحال او بې ثباتۍ سره مخ ده ٬ زمونږ يووالې زمونږ تر ټولو لوے طاقت دے۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا …

لاهور۔20مارچ (اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف د پاكستان او ګردې نړۍ مسلمانانو له د كوچني اختر مباركي وركولو سره په اسلامي نړۍ كښې د لا يووالي په حاجت زور راوړے او وئيلې يۍ دي چې په يو داسې وخت كښې چې نړۍ غېر ېقيني صورتحال او بې ثباتۍ سره مخ ده ٬ زمونږ يووالې زمونږ تر ټولو لوے طاقت دے۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل دا ننۍ مباركه ورځ مونږ لپاره د پروردګار د خصوصي رحمت عكاسي كوي۔ نن ټول مسلمانان د پروردګار شكر ادا كوي چې د رمضان المبارك مياشتې خصوصي عبادتونو څخه وروستو د اختر خوشحالي نصيب شوه۔ ده دعا وكړه چې پروردګار دې زمونږ عبادات قبول كړي او د دې په عملي ژوند كښې د نافذ كولو دے مونږ ته توفيق راكړي۔ وزيراعظم ووئيل كوچنې اختر د ايثار ٬ اتحاد ٬ خدمت خلق او اجتماعي ذمه وارۍ احساس تازه كولو موقع ده۔ د يو قام په حېث به مونږ له د اختر په ورځ كمزورې طبقې په خوشحالو كښې شريك ساتل وي۔ ده ووئيل په روژه مباركه مياشت كښې حكومت د كمزورو طبقو مالي معاونت له د ډیجیټل والټس نظام په ښه ډول بشپړ كړو۔ وزیر اعظم ووئيل د اختر د خوشحالو او شكرګزارۍ په دې موقع زمونږ زړونه غزه او منځني ختيز كښې شخړو څخه ځپلې شوې خلكو لپاره غمجن دي۔ په يو داسې وخت كښې چې نړۍ غېر يقيني صورتحال او بې ثباتۍ سره مخ ده ٬زمونږ تر ټولو لوے طاقت يووالې دې۔ده دعا وكړه چې دا اختر دے په اسلامي نړۍ كښې د ورورولۍ جذبې ته وده وركړي او مونږ ته دې د انسانيت خېر ښېګړې له په ګډه د كار كولو توفيق راكړي۔

مزید خبریں