د وزیراعظم شهباز شریف ازبك صدر شوکت مرزایوف سره ټيليفوني خبرې

لاهور۔20مارچ (اے پی پی)د پاکستان او ازبکستان مشرتابه په دوه اړخيزه اړيكو د اطمينان څرګندونه كولو سره په خليج كښې روانه كړكېچنه وضعه او شخړې د سفارتكارۍ او خبرو اترو د لارې د حل كولو په حاجت زور راوړے دے۔ وزیراعظم شهباز شریف د جمعې په ورځ د جمهوري ازبكستان صدر شوكت مرزايوف سره ټېلېفوني خبرې وكړې۔ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې …

لاهور۔20مارچ (اے پی پی)د پاکستان او ازبکستان مشرتابه په دوه اړخيزه اړيكو د اطمينان څرګندونه كولو سره په خليج كښې روانه كړكېچنه وضعه او شخړې د سفارتكارۍ او خبرو اترو د لارې د حل كولو په حاجت زور راوړے دے۔ وزیراعظم شهباز شریف د جمعې په ورځ د جمهوري ازبكستان صدر شوكت مرزايوف سره ټېلېفوني خبرې وكړې۔ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې دواړو لارښودو د كوچني اختر په موقع يو بل له مباركي وركړه۔ د خبرو په مهال وزيراعظم ازبك صدر او اولس له د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د دې په ځواب كښې ازبك صدر هم پاكستاني اولس لپاره نېكې هيلې څرګندې كړې۔ دواړو لارښودو تېره مياشتې د ازبك صدر د پاكستان دورې په كاميابو نتيجو د اطمينان څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم ووئيل د دواړو لارښودو ترمينځه په شوو پرېكرو باقاعده پېشرفت سره به دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمې شي۔ دواړو لارښودو په ايران او خليجي سيمه كښې روانه كړكېچنه وضعه او شخړې د سفارتكارۍ او خبرو اترو د لارې د حل كولو په حاجت زور راوړو۔

مزید خبریں