د نائب وزيراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار مسجد نبوي كښې حاضري

اسلام آباد۔20مارچ (اے پی پی) نائب وزیرِ اعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د مدينې منورې دوره وكړه او په مسجد نبوي كښې يۍ لمونځ ادا كړو۔ په سوشل ميډيا اېكس جاري بيان كښې نائب وزيراعظم وويل چې د 12 خارجه وزيرانو مشاورتي غونډه كښې ګډون او بېلو ملاقاتونو څخه وروستو زه تېره شپه د ماښام لمونځ څخه وړاندے مدينې منورې ته ورسېدم۔ احد غر ته مې حاضري وكړه …

اسلام آباد۔20مارچ (اے پی پی) نائب وزیرِ اعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د مدينې منورې دوره وكړه او په مسجد نبوي كښې يۍ لمونځ ادا كړو۔ په سوشل ميډيا اېكس جاري بيان كښې نائب وزيراعظم وويل چې د 12 خارجه وزيرانو مشاورتي غونډه كښې ګډون او بېلو ملاقاتونو څخه وروستو زه تېره شپه د ماښام لمونځ څخه وړاندے مدينې منورې ته ورسېدم۔ احد غر ته مې حاضري وكړه او په مسجد نبوي كښې مې د رسول اكرم (ص) روضې ته سلام وړاندے كړو۔ نائب وزیرِاعظم ووئيل ما په دې په موقع د پاكستان امن ٬ سوكالۍ ٬ د اولس پرله پسې پرمختګ او خېر ښېګړې او دغسې د اسلامي نړۍ ترمينځه اتحاد ٬ استقامت او يووالي له خصوصي دعاګانې وكړې۔ دا دعا مې هم وكړه چې پروردګار په دې سختو حالاتو كښې نړيوالې ورورولۍ ته تلپاتے امن او ګډه خوشحالي وركړي۔ دا خبره د يادونې وړ ده چې نائب وزيراعظم سېنېټر اسحاق ډار 18 څخه تر 19 مارچ د سعودي عربستان په پلازمينه رياض كښې د اسلامي هېوادونو خارجه وزيرانو په غونډه كښې ګډون وكړو په كومه كښې چې په منطقه كښې په روانه وضعه غور وشو۔ د سعودی عربستان په كوربتوب كښې تابيا شوې غونډه كښې د سعودی عربستان ، پاکستان، آذربائیجان، بحرین، مصر، اردن، کویت، لبنان، قطر، شام، ترکیه او متحدہ عرب امارات خارجه وزيرانو ګډون وكړو۔

مزید خبریں