پاکستان د امريکې عهديدار لخوا د پاکستان ميزائل صلاحيتونو ممكنه خطر په اړه اوسنۍ دعويٰ په سپنو ټكو مسترد كړل

اسلام آباد۔19مارچ (اے پي پي) پاکستان د امريکې عهديدار لخوا د پاکستان ميزائل صلاحيتونو ممكنه خطر په اړه دعويٰ په سپنو ټكو مسترد كولو سره په دې خبره زور راوړو چې د پاکستان تزويراتي صلاحيتونه خالصتاً د دفاعي نوعيت وړ دي چې مقصد ئې د قامي خپلواكۍ تحفظ او په سوئيلي آسياء كښې امن او استحکام برقرار ساتل دي۔ د پاکستان ميزائل پروګرام په اړه قامي انټيلي جنس لپاره د …

اسلام آباد۔19مارچ (اے پي پي) پاکستان د امريکې عهديدار لخوا د پاکستان ميزائل صلاحيتونو ممكنه خطر په اړه دعويٰ په سپنو ټكو مسترد كولو سره په دې خبره زور راوړو چې د پاکستان تزويراتي صلاحيتونه خالصتاً د دفاعي نوعيت وړ دي چې مقصد ئې د قامي خپلواكۍ تحفظ او په سوئيلي آسياء كښې امن او استحکام برقرار ساتل دي۔ د پاکستان ميزائل پروګرام په اړه قامي انټيلي جنس لپاره د امريكې ډائرېكټر جنرل په بيان د پاكستان د ردِعمل په اړه د ميډيا د پوښتنو په ځواب كښې د خارجه دفتر وياند طاهر اندرابي ووئيل د پاکستان ميزائل پروګرام، كوم چې تر بين البراعظميٰ حد په نښه كولو نه ډېر كم دے٬ د هند په مقابل كښې د باور وړ كم از كم بازدار قوت (Credible Minimum Deterrence) په نظريه مضبوطيا سره ولاړ دے٬ د دې برعكس د هند لخوا د 12 زره كلومټره نه زيات حد په نښه كوٶنكې ميزائل صلاحيتونو ترقي د يو داسې رجحان عكاسي ده كوم چې د سيمه ايزې سلامتيا تقاضو نه زياتېږي او د شك نه غېر منطقې او د دې نه بهر لپاره د تشويش سبب دے۔ وياند ووئيل امريكې سره د شريكې احترام، عدم امتياز او په حقائقو د اډانه طرز عمل په بنياد د ګټورو روابطو د دودې عزم لري، مونږ يو متوازن او د فكر وړ انداز نظر په ضرورت زور راوړٶ كوم چې د سوئيلي اسياء تزويراتي ضرورتونو سهر همكاره وي او د ګردې منطقې په امن٬ سلامتيا او د استحكام په وده كښې مرستياله وي

مزید خبریں