اسلام آباد 19 مارچ (اے پي پي)نائب وزيراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د سعودي عربستان په پايه تخت رياض كښې د عرب –اسلامي هېوادونو خارجه وزيرانو په غونډه كښې ګډون وكړو په كومه كښې چې په روانه وضعه غور وكړے شو۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر له مخې د سعودي عرب په كوربتوب كښې تابيا شوې شوې غونډه كښې د آذربائيجان٬ بحرين٬ مصر٬ اردن٬ كوېت٬ لبنان٬ قطر٬ …
نائب وزيراعظم اسحاق ډار رياض كښې د عرب-اسلامي هيوادونو خارجه وزيرانو غونډه كښې ګډون وكړو

مزید خبریں
اسلام آباد 19 مارچ (اے پي پي)نائب وزيراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د سعودي عربستان په پايه تخت رياض كښې د عرب –اسلامي هېوادونو خارجه وزيرانو په غونډه كښې ګډون وكړو په كومه كښې چې په روانه وضعه غور وكړے شو۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر له مخې د سعودي عرب په كوربتوب كښې تابيا شوې شوې غونډه كښې د آذربائيجان٬ بحرين٬ مصر٬ اردن٬ كوېت٬ لبنان٬ قطر٬ سوريه ٬ تركيه او متحده عرب امارات خارجه وزيرانو ګډون وكړو۔ په دې مهال نائب وزيراعظم د منطقې د ټولو وروڼو هېوادونو د سيمه ايز سالميت٬ خپلواكۍ او سياسي آزادۍ له د بشپړه ملاتړ څرګندونه وكړه او د هغوي د خاورې په ضد يۍ د ټولو بريدونو ختمولو په ضرورت زور راوړو۔ نائب وزيراعظم د اسلامي نړۍ د اتحاد اهميت رامخې ته كولو سره د روانې شخړی په سمدستي توګه د ختمولو غوښتنه وكړه او د خبرو اترو او سفارتكارۍ د لارې د مسئلو حل لپاره يۍ د پاكستان د دريځ پخلے وكړو۔ سينيټر اسحاق ډار د اسرائيل لخوا د سيمې هيوادونو په ضد د روان جارحيت په سختو ټكو كښې غندنه وكړه۔ ده د وګړو په ضد د جواز نه لرونكو بريدونو سره سره د توان او مهمې بنيادي ډهانچې په نښه كولو هم غندنه وكړه او د دې ډول اقداماتو يۍ په سمدستي توګه د ختمولو غوښتنه وكړه۔ده په دې خبره زور راوړو چې د داسې ډول اقداماتو څخه بايد ډده وكړی شي كومو سره چې د منطقې دننه او د دې نه بهر د توان تحفظ ته زيان رسوي او نړيوال معاشي چېلنجونه نور هم زياتوي۔ نائب وزيراعظم ګډون كونكي د بحران حل لپاره د پاكستان روانو سفارتي هڅو نه خبر كړل او د دې عزم پخلې يۍ وكړو چې پاكستان به د سيمې سلامتيا ته د پېښو چېلنجونو مخ نيوي كښې تعميري كردار ادا كوي۔د غونډې په اختتام عرب-اسلامي هېوادونو يوه شريكه اعلاميه هم جاري كړه۔ سېنېټر اسحاق ډار د دورې په مهال د حكومت او پاكستاني اولس لخوا سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان السعود ته د بشپړه يو والي او غېر متزلزل ملاتړ پیغام هم ورسولو۔ د وزارتي غونډې په موقع نائب وزيراعظم د تركيې خارجه وزير هاكان فيدان او د آذربائيجان خارجه وزير جيهون بيراموف سره دوه اړخيزه ملاقاتونه هم وكړل چې پكښې په سيمه كښې په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير د مصر٬پاكستان٬سعودي عربستان او تركيې خارجه وزيرانو څلور هيواديزه غونډه كښې هم ګډون وكړو كومه چې په دې موقع وشوه۔










