ملګري ملتونه ۔ 19مارچ(اے پی پی) پاكستان په ملګرو ملتونو كښې په دې خبره زور راوړے دے چې په منځني ختيز او په خاص توګه د ايران په ضد خپرېدونكي امريكائي/ اسرائيلي جنګ او لبنان كښې رامخې ته شوې كړكېچنې وضعې څخه دې د سوريه د استحكام او بحالۍ عمل په هر صورت محفوظ وساتلے شي۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار په سلامي …
د سوريه د بحالۍ نازك صورتحال بايد منځني ختيز كښې خپريدونكي جنګ څخه محفوظ وساتلے شي: پاكستان

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔ 19مارچ(اے پی پی) پاكستان په ملګرو ملتونو كښې په دې خبره زور راوړے دے چې په منځني ختيز او په خاص توګه د ايران په ضد خپرېدونكي امريكائي/ اسرائيلي جنګ او لبنان كښې رامخې ته شوې كړكېچنې وضعې څخه دې د سوريه د استحكام او بحالۍ عمل په هر صورت محفوظ وساتلے شي۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار په سلامي كونسل كښې د سوريه په صورتحال بحث كښې وكړه۔ ده ووئيل د امریکا۔اسرائیل او ایران ترمينځه روان جنګ او د لبنان صورتحال اوس سوريه ته غزيږي كومه چې په خاص توګه د كال 2024 په پايه كښې د بشار الاسد حكومت له ختمېدو وروستو يو سخت وخت څخه تېرېږي۔ پاكستان په دې خبره زور راوړو چې په سوريه كښې سياسي عمل بايد د سوري مشرتابه او سوري اولس ملكيت وي۔ ده ووئيل مونږ په قطبي ختيز كښې د پارليماني عمل بشپړتيا او د پاتې غړو تقررۍ ته هم سترګې په لاره يوو۔ پاکستانی استازي په 30 جنورۍ د شامی حکومت او سیریئن ډېموکرېټک فورسز (اېس ډی اېف) ترمينځه د شوې لوظنامې هركلي كولو سره دا قومي يووالي پلو يو مثبت او تعمير ګام وګرځولو۔ پاکستانی استازي ووئيل بېلې وسله والې ډلې په يو متحده قومي ډھانچه كښې ضم كول ٬ د پولو مؤثر انتظام باوري كول او د ترهګرۍ په خاص توګه د داعش په ضد كارروايۍ لا تندول بايد مهم ترجيحات وي۔ معاشي حوالې سره پاكستاني استازي ووئيل بهتري رامخې ته شوې ده ولې بياهم صورتحال اوس هم نازك دے۔ ده په دې خبره زور راوړو چې اسرائيل دې د سوريه د ګولان سيمې په غرونو غېر قانوني قبضه ختم كړي او د كال 1974 لوظنامې په شمول د ملګرمو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو ٬ په خاص توګه د 338 او 497، بشپړ احترام وكړي۔ پاکستانی استازي ووئيل د سوريه د خپلواكۍ ٬ يووالي او سيمه ايزې سلامتيا احترام زيات ضروري دے۔










