اسلام آباد۔19مارچ(اے پی پی) صدر مملکت آصف علي د قانون سازۍ يو شمېر اقداماتو منظوري وركړې ده كومو كښې چې تقرري ٬ د سول اعزازاتو منظوري او په سزاګانو كښې خصوصي كمې هم شامل دے۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د قانون سازۍ په اقداماتو كښې پاکستان شهریت (ترمیمی) بل2026 ، اخباری ملازمین (شرائطِ ملازمت) (ترمیمی) بل 2026 ، …
صدر مملکت آصف علي زرداري د مهمو ترميمي بلونو ٬ تقررۍ ٬ سول اعزازونو ٬ سزاګانو كښې د خصوصي كمۍ منظوري وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد۔19مارچ(اے پی پی) صدر مملکت آصف علي د قانون سازۍ يو شمېر اقداماتو منظوري وركړې ده كومو كښې چې تقرري ٬ د سول اعزازاتو منظوري او په سزاګانو كښې خصوصي كمې هم شامل دے۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د قانون سازۍ په اقداماتو كښې پاکستان شهریت (ترمیمی) بل2026 ، اخباری ملازمین (شرائطِ ملازمت) (ترمیمی) بل 2026 ، زکوٰۃ و عشر (ترمیمی) بل 2026 ، نېشنل آرکائیوز (ترمیمی) بل 2026 ، پاکستان نام و علامات (روک تھام و غیر مجاز استعمال) (ترمیمی) بل2026 ، اېسوسی اېټډ پرېس آف پاکستان کارپورېشن (ترمیمی) بل 2026 ، نیا پاکستان هائوسنګ اېنډ ډوېلپمنټ اتھارټی (ترمیمی) بل2026 ، پاکستان الېکټرانک میډیا رېګولېټری اتھارټی (ترمیمی) بل 2026 او دانش یونیورسټی اسلام آباد بل 2026 شامل دے۔ صدرِ مملکت د بلوچستان كوټې له مخې د اعزاز اسلم ډار د فېډرل پبلك سروس كمېشن (اېف پي اېس سي) د غړي په توګه د تقررۍ منظوري وركړه۔ صدرِ مملکت پروفېسر سرور اېم خواجہ، راشد ملک او زین العابدین احسن ته د هغوي د خذماتو په اعتراف كښې د ستاره امتياز وركولو او د كوچني اختر او پاكستان ورځې 2026 په موقع په سزاګانو كښې د خصوصي كمي منظوري هم وركړه۔










