اسلام آباد 18 مارچ (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د جمعيت علماﺀ اسلام لارښود مولانا اسجد محمود د سكواډ ګاړې د پېښې سره په مخ كيدو د افسوس څرګندونه وكړه۔د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې د پېښې په نتيجه كښې د دوه رضا كارو په شهادت د خېبرپښتونخوا ګورنر د مولانا اسجد محمود سره ټيليفون رابطه وكړه او د شهيدانو لوړو درجو او …
د خېبرپښتونخوا ګورنر د مولانا اسجد محمود د سكواډ ګاړې د پېښې سره په مخ كيدو د افسوس څرګندونه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 18 مارچ (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د جمعيت علماﺀ اسلام لارښود مولانا اسجد محمود د سكواډ ګاړې د پېښې سره په مخ كيدو د افسوس څرګندونه وكړه۔د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې د پېښې په نتيجه كښې د دوه رضا كارو په شهادت د خېبرپښتونخوا ګورنر د مولانا اسجد محمود سره ټيليفون رابطه وكړه او د شهيدانو لوړو درجو او غم جنو كورنيو زغم لپاره ئې دعا وكړه۔د خېبرپښتونخوا ګورنر د مولانا اسجد محمود لپاره د نيكو خواهشاتو څرګندونه كولو سره د هغه تپوس پوښتنه وكړه۔ ده دعا وكړه چې لوے څښتن دې هغه له روغ صحت وركړي۔د خېبرپښتونخوا ګورنر ووئيل په دې سخت وخت كښې د غمجنو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو










