د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې وزيراعظم رمضان ريليف پیكج 2026 په اړه د جاج اخستلو غونډه

اسلام آباد 18 مارچ (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د رمضان پیكج له مخې 90 فيصد مستحقينو له د روپو په سپيځلې ډول وركولو ټولو اړوند ادارو ته پيرزوئينې وړاندې كړی۔د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د وزيراعظم رمضان ريليف پیكج 2026 په اړه(نن) د شورو په ورځ غونډه وشوه۔په غونډه كښې د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چيمه٬د خزانې او محصولات وفاقي وزير محمد اورنګزيب٬د …

اسلام آباد 18 مارچ (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د رمضان پیكج له مخې 90 فيصد مستحقينو له د روپو په سپيځلې ډول وركولو ټولو اړوند ادارو ته پيرزوئينې وړاندې كړی۔د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د وزيراعظم رمضان ريليف پیكج 2026 په اړه(نن) د شورو په ورځ غونډه وشوه۔په غونډه كښې د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چيمه٬د خزانې او محصولات وفاقي وزير محمد اورنګزيب٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ٬د غريبۍ ختمولو او سماجي تحفظ وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه٬د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټيلي كام وفاقي وزيري شزه فاطمه٬د خزانې او ريلوے وزير مملكت بلال اظهر كياني٬د بينظيرانكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد او اړوندو اعلٰی سركاري افسرانو ګډون كړې۔ وزيراعظم ته ووئيل شو چې د وزيراعظم رمضان پېكج 2026 له مخې 89 فيصده مستحقينو له روپۍ وركړې شوي۔وزيراعظم د رمضان پیكج 2026 له مخې مستحقينو له د روپو په سپيځلې ډول وركولو ټولو اړوندو ادارو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي چې په سوشل پروټيكش والټس پاكستان كښې فنانشل ټېكنالوجيز او سپيځلتيا يوه لويه كاميابي ده ۔وزيراعظم د بينظير انكم سپورټ پروګرام ټولې ادائيګۍ د سوشل پروټيكشن والټس د لارې باوري كولو هدايت وكړو۔غونډې ته ووئيل شو چې پي ايم رمضان ريليف پیكج 2026 له مخې تر اوسه 1,955,620 ډيجيټل ټرانزيكشنز شوې دې۔پي ايم رمضان ريليف پېكج 2026 له مخې يو ځل بيا خبرتيا كمپائن چلولې شوې۔پرنټ٬اليكټرانك او سوشل ميډيا باضابطه خبرتيا پیغاماتو له امله مستحقين ته پیكج په اړه ټول معلومات هم رسېدلې دي۔بريفنګ له مخې 9999 هيلپ لائن صارفين لخوا 1.7 ملين ان باؤنډ كالز ترلاسه شوي او د دې پروګرام په اړه 2.7 مليونه ايس ايم ايس لېږلې دي۔د دې نه علاوه پي ايم رمضان ريليف پیكج 2026 له مخې سوشل پروټيكشن والټس په هېواد كښې ډيجيټل نظام كښې صنفي تقسيم كمولو كښې مرستياله ثابت شوې

مزید خبریں