اسلام آباد۔18مارچ (اے پي پي) نېشنل ډيزاسټر منجمنټ اتھارټي (اين ډي ايم اے) پنجاب، خېبر پښتونخوا، بلوچستان، ګلګت بلتستان او آزاد کشمير كښې د باران او د واوري الرټ جاري کړې دے۔د شورو په ورځ اين ډي ايم اے د اړخه جاري شوې بيان له مخې اين ډي ايم اے نېشنل ايمرجنسي آپريشن سنټر له مخې راروانو 12 نه تر 24 ساعتونو په مهال د هېواد په بېلو سيمو كښې …
پنجاب، خېبر پښتونخوا، بلوچستان، ګلګت بلتستان او آزاد کشمير كښې د باران او واوري الرټ جاري كړو

مزید خبریں
اسلام آباد۔18مارچ (اے پي پي) نېشنل ډيزاسټر منجمنټ اتھارټي (اين ډي ايم اے) پنجاب، خېبر پښتونخوا، بلوچستان، ګلګت بلتستان او آزاد کشمير كښې د باران او د واوري الرټ جاري کړې دے۔د شورو په ورځ اين ډي ايم اے د اړخه جاري شوې بيان له مخې اين ډي ايم اے نېشنل ايمرجنسي آپريشن سنټر له مخې راروانو 12 نه تر 24 ساعتونو په مهال د هېواد په بېلو سيمو كښې د باران امكان دے۔ګلګت بلتستان او آزاد کشمير كښې د باران سره سره د واوري برفباري هم امكان دے،غريزو سيمو كښې سړكونه هم د باران له امله ځپلې كيدے شي۔دې نه ځانله استور، سکردو، هنزه كښې باروان او واوره، بلوچستان په کوئټه، ژوب، زيارت، قلعه سيف الله، قلعه عبدالله او ګوادر كښې باران او ګلۍ دغسې اسلام آباد او پنجاب په لاهور،پينډۍ ، فيصل آباد، ملتان سيمو كښې د باران امكان دے۔د خېبرپښتونخوا په چترال، سوات، دير، پېښور او نورو سيمو كښې د باران او واوري امكان دے۔په دې مهال د خاورو كمرو راپريوتو اندېښنه هم ده،وګړي دې غير ضروري مزل څخه ډډه وكړي او احتياطي تدابير دې اختيار كړي۔اين ډي ايم اے اړوندو ادارو ته د وړاندې څخه اقدامات په اړه الرټ جاري کړې دے










