ګرد هيواد كښې د ريلوے انفراسټركچر په تلپاتې بنيادونو اودرولو ته اړتيا ده: وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد۔18مارچ (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف رېلوے د هېواد په معيشت او مواصلاتو كښې د ملا ګرځولو سره وئيلي دي چې په ګرد هېواد كښې به رېلوے انفراسټركچر په تلپاتې بنيادونو اودرول وي٬ سيمه ايز تجارت او رابطو لپاره رېلوے ته په نوو بنيادونو ترقي وركول د قومي پالېسۍ مهم جز دے۔ وزيراعظم د شورو په ورځ په خپله مشرۍ كښې وزيراعظم هاؤس كښې د پاکستان رېلوېز سټېئرنګ …

اسلام آباد۔18مارچ (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف رېلوے د هېواد په معيشت او مواصلاتو كښې د ملا ګرځولو سره وئيلي دي چې په ګرد هېواد كښې به رېلوے انفراسټركچر په تلپاتې بنيادونو اودرول وي٬ سيمه ايز تجارت او رابطو لپاره رېلوے ته په نوو بنيادونو ترقي وركول د قومي پالېسۍ مهم جز دے۔ وزيراعظم د شورو په ورځ په خپله مشرۍ كښې وزيراعظم هاؤس كښې د پاکستان رېلوېز سټېئرنګ كمېټۍ غونډې ته خطاب كولو۔ په غونډه كښې د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چیمه ، د رېلوے وفاقي وزير حنیف عباسی ، د خزانې او محصولات وفاقي وزير اورنګزېب ، د خزانې وزير مملكت بلال اظهر کیانی او اړوندو اعلی افسرانو ګډون وكړو۔ د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې غونډې ته خطاب كښې وزيراعظم ووئيل د رېلوے نظام د هېواد په معيشت او مواصلات كښې د ملا د تير حېثيت لري۔ ده د هېواد معاشي او صنعتي پرمختګ لپاره په ګرد هېواد كښی د رېلوے انفراسټركچر په تلپاتي بنيادونو د اودرولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل ٬ سيمه ايز تجارت او رابطو لپاره رېلوے ته په نوو بنيادونو ترقي وركول د قومي پالېسۍ مهم جز دے۔ ده ووئيل په روانه سيمه ايزه وضعه كښې د ایندھن بچت حوالې سره د څيزونو وړولو راوړلو لپاره د رېلوے فرېټ سروس كارول ضروري شوي دي۔ په غونډه كښې په پاكستان رېلوېز كښې د روانو اصلاحاتو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ په بريفنګ كښې ووئيلې شو چې د پاکستان رېلوېز فرېټ سروس كښی د روان كال په مهال د 21 فیصد اضافې امكان دے۔ د اېشیائی پرمختيائي بنك په مرسته مېن لائن ون(اېم اېل ۔ ون) د اولني فېز کراچی-روهړی سېکشن اپ ګرېډېشن حوالې سره كار روان دے٬ په تھر رېل کنکټیوېټی منصوبه 57 فیصد كار بشپړ شوے دے۔ د پاکستان رېلوېز د ډیجیټائزېشن عمل روان دے۔ په بريفنګ كښې ووئيلې شو چې فرېټ مېنجمنټ سسټم، ډیجیټل وئینګ برېجز او رولنګ اسټاک ټرېکنګ سسٹم سره د فرېټ سروسز ښه او سپېځلې شوې دې۔

مزید خبریں