اسلام آباد۔16مارچ (اے پی پی) د پټرول د بیعو څارنې لپاره جوړې شوې کمیټې ته خبر ورکړے شوے چې په هیواد کښې د تیلو د شتون په اړه وضعیت د قناعت وړ دے او د مارچ لپاره اړتیاوې په بشپړ ډول خوندي شوے دے۔ د اوسني کارګو پلان جوړونې او سپلائي انتظاماتو په بنياد د اپریل تر نیمایي پورې رسد شتون لري او د دې د اپریل تر پایه پورې …
د خزاني او محصولات وفاقى وزير په مشرۍ كښې د پټروليم مصنوعات جاج اغستو غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد۔16مارچ (اے پی پی) د پټرول د بیعو څارنې لپاره جوړې شوې کمیټې ته خبر ورکړے شوے چې په هیواد کښې د تیلو د شتون په اړه وضعیت د قناعت وړ دے او د مارچ لپاره اړتیاوې په بشپړ ډول خوندي شوے دے۔ د اوسني کارګو پلان جوړونې او سپلائي انتظاماتو په بنياد د اپریل تر نیمایي پورې رسد شتون لري او د دې د اپریل تر پایه پورې غځولو لپاره ګامونه پورته کیږي. غونډه د ګل په ورځ د خزانې په وزارت كښې د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب په مشرۍ كښې وشوه۔ په غونډه كښې د پټروليم وفاقي وزير علی پرویز ملک، د سمندري چارو وفاقي وزير جنېد انور چوهدری، دسټېټ بنك ګورنر او د اړوندو وزارتونو ٬ ډويژنو او رېګولېټري ادارو وفاقي سېكترانو او مشرانو چارواكو ګډون وكړو۔ كمېټۍ په ګرد هېواد كښې د پټروليم مصنوعاتو د زېرمو صورتحال جاج واغست۔ په غونده كښی روان سيمه ايز صورتحال نظر كښې نيولو سره د تېلو د اخيستو د تګلارې او بحري لاجسټكس هم جاج واغستے شو۔ د خزانې وزير په دې خبره زور راوړو چې حكومت په ګرد هېواد كښې د پټرولیم مصنوعات له كوم تعطل پرته شتون باوري كولو ته پام ګرځولے دے۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د مصنوعي قلت پېدا كولو هڅه كوونكو په ضد به سخته قانوني كارروائي كولې شي۔ غونډې ته ووئيلې شوو چې كمېټي به د پټرولیم زېرمو ٬ درآمدی بهاؤ، د مارکیټ صورتحال او سپلائي چېن پېشرفت روزانه جاج اغستلو له خپلې غونډې باقاعدګۍ سره كوي دغسې چې په هېواد كښې د پټروليم مصنوعات شتون له كوم ځنډ پرته باوري وساتلې شي۔










