د وفاقي او صوبائي حكومت همكارۍ او كوټلې تګلارې سره به په بلوچستان كښې تلپاتے امن باوري كوو: محسن نقوي ٬ مير سرفراز بګټي

کوئټه۔ 16 مارچ (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی او د بلوچستان اعلې وزير مير سرفراز بګټي په مشرۍ كښې د امن او امان په اړه د اعلی كچې يوه غونډه د ګل په ورځ په چيف منسټر سېكرټرېټ كښې وشوه په كومه كښې چې د وفاقي او صوبائي ادارو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې په بلوچستان كښې د امن او امان په مجموعي …

کوئټه۔ 16 مارچ (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی او د بلوچستان اعلې وزير مير سرفراز بګټي په مشرۍ كښې د امن او امان په اړه د اعلی كچې يوه غونډه د ګل په ورځ په چيف منسټر سېكرټرېټ كښې وشوه په كومه كښې چې د وفاقي او صوبائي ادارو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې په بلوچستان كښې د امن او امان په مجموعي صورتحال ٬ د افغان كډوالو خپل هېواد ته ستنولو ٬ د حواله هنډۍ ختمولو او د قاچاق مخنيوي سره په اړوندو چارو غور وكړے شو۔ په غونډه كښې د نادرا چيئرمېن ، ډائرېکټر جنرل اېف آئی اے، ډائرېکټر جنرل اېن سی سی آئی او انسپکټر جنرل فېډرل کانسټېبلری د خپلو خپلو ادارو په اړه بريفنګ وركړو۔ په غونډه كښې په بلوچستان كښې تلپاتې امن باوري كولو له د فېډرل کانسټېبلری خذماتو ترلاسه كولو پرېكړه وشوه۔ په مجموعي توګه نزدې درې زره اهلكار به بېلو حساسو سيمو كښې خپل فرض ترسره كوي دغسې چې د امن صورتحال لا مستحكم كړے شي۔ په غونډه كښې دا پرېكړه هم وشوه چې په بلوچستان كښې به اېف آئي اے له فعاله او مؤثره كولې شي۔ په غونډه كښې د بلوچستان حكومت او وفاقي حكومت ترمينځه په دې خبره اتفاق وشو چې په سوشل ميډيا د رياست مخالف هلو ځلو به مؤثره نګراني كولې شي او په دې كښې د ككړو په ضد به سخته كارروائي كولې شي۔ په غونډه كښې وفاقي وزير د بلوچستان حكومت ته صوبه كښې امن په ځاې كولو او د ترهګرۍ ختمولو له د هر ډول ممكنه مرستې باور وركړو۔ وزیر اعلی په صوبه كښې امن په ځاې كولو له د وفاقي حكومت د مرستې ستائنه كولو سره ووئيل په ګډه هلې ځلې كولو ٬ كوټلې تګلارې او قومي يووالي سره به د ترهګرۍ او ناامنۍ چېلنجونو ته ماتې وركولې شي۔ پع غونډه كښې وفاقي چارواكو سره سره د بلوچستان د صوبائي اسمبلۍ غړي میر ضیا لانګو، چیف سېکرټری بلوچستان شکیل قادر خان، ایډیشنل چیف سېکرټری داخله حمزہ شفقات، آئی جی پولیس بلوچستان طاهر خان ، پرنسپل سېکرټری عمران زرکون او نورو ګډون كولو۔

مزید خبریں