اسلام آباد۔16مارچ (اے پی پی) د وزيراعظم شهباز شريف په هدايت د پاكستان حكومت روشن ډیجیټل اکاؤنټ ته د لا پراختيا وركولو پرېكړه كړې ده۔ اوس به بهرنيو وګړو سره سره غېر ملكي كمپنيو او ادارو جاتي سرمايه كارو له هم د روشن ډيجيټل اكاؤنټ پرانستلو او د حكومت سيكورټيز نه سوا په نيا پاكستان سرټيفكېټس كښې د سرمايه كارۍ كولو اجازه وركولې شي۔ د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب …
د وزیراعظم د روشن ډیجیټل اکاؤنټ اسکیم تر بهرنيو وګړو او اداره جاتي سرمايه كارو پراخا كولو هدايت

مزید خبریں
اسلام آباد۔16مارچ (اے پی پی) د وزيراعظم شهباز شريف په هدايت د پاكستان حكومت روشن ډیجیټل اکاؤنټ ته د لا پراختيا وركولو پرېكړه كړې ده۔ اوس به بهرنيو وګړو سره سره غېر ملكي كمپنيو او ادارو جاتي سرمايه كارو له هم د روشن ډيجيټل اكاؤنټ پرانستلو او د حكومت سيكورټيز نه سوا په نيا پاكستان سرټيفكېټس كښې د سرمايه كارۍ كولو اجازه وركولې شي۔ د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب د ګل په ورځ په خپل بيان كښې وويل دا اقدام د حكومت د دې عزم عكاسي كوي چې پاكستان دې نړيوالې منډيانو سره پياوړې تړون ولري او د يو محفوظ او سپېځلي ډيجيټل بېنكارۍ نظام دلارې دې غېر ملكي سرمايه كارۍ ته وده وركړې شي۔ وفاقي وزير ووئيل ګرده نړۍ كښې په مېشته نزدې يو كروړ لس لكه پاكستانيانو مشتمله زمونږ اوورسيز كميونټي د نړۍ په لويې اومتحرك تاركين وطن كميونټيز كښې شامله ده كومه چې په بېلو څانګو كښې د كوربه هېوادونو په معيشتونو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ وفاقي وزير ووئيل د اسټېټ بنک آف پاکستان له مخې په مالی سال 2025 كښې ترسيلاتزر يو تاريخي پړاؤ ترسره كړے دے او دا رقم رقم 38.3 ارب ډالر څخه زيات شوے دے كوم چې د تېر كال په مقابله كښې 26.6 فیصد زيات دے۔ ده ووئيل د ترسیلاتِ زر د مضبوطې كاركردګۍ له امله پاكستان دامهال په نړۍ كښې ترسيلات زر ترلاسه كوونكو هېوادونو كښې پنځم او په سوئيلي آسيا كښې دويم لمبر هېواد دے۔ ده ووئيل د روان كال فرورۍ مياشتې تر پايې 9 لکه څخه زيات روشن ډیجیټل اکاؤنټس پرانستلې شوې دي او په دې اكاؤنټس كښې په مجموعي توګه 12 ارب څخه زيات ډالر راغلې دي۔ وفاقي وزير ووئيل د ګردې نړۍ سرمايه كارو ته مول بلنه وركړې ده چې هغوي په پاكستان كښې موجود موقعو څخه ګټه پورته كړي او د هېواد د معاشي سباؤن همكار جوړ شي۔










