اسلام آباد۔16مارچ (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئيلي دي چې نېشنل پرېس کلب د خبريالانو مضبوط غږ دے ٬ د خبريالې ورورولۍ مسئلې حل كولو له به د اطلاعاتو وزارت خپل كردار دوامدار ساتي۔ دا خبره ده د ګل په ورځ دلته د مشر خبريال نواز رضا په مشرۍ كښې ملاقات لپاره راغلې د نېشل پرېس كلب نوې ټاكلې شوي صدر عبد الرزاق …
نيشنل پریس کلب د خبريالانو مضبوط غږ دے ، د خبريالې ورورولۍ مسئلې حل كولو له به د اطلاعاتو وزارت خپل كردار ترسره كول دوامدار ساتي: د وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ د نيشنل پریس کلب نوې ټاكلې شوو عهديدارانو سره خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد۔16مارچ (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئيلي دي چې نېشنل پرېس کلب د خبريالانو مضبوط غږ دے ٬ د خبريالې ورورولۍ مسئلې حل كولو له به د اطلاعاتو وزارت خپل كردار دوامدار ساتي۔ دا خبره ده د ګل په ورځ دلته د مشر خبريال نواز رضا په مشرۍ كښې ملاقات لپاره راغلې د نېشل پرېس كلب نوې ټاكلې شوي صدر عبد الرزاق سيال او سېكرټري ډاكټر فرقان راؤ سره خبرو كښې وكړه۔ وفاقي وزير د نېشنل پریس کلب په ټاكنو كښې د كاميابي ترلاسه كوونكو دواړو ډلو ډېموکرېټس او جرنلسټ پېنل عهدیدارانو له مباركي وركړه او د نوې ټاكلې شوې اېګزېکټو باډی غړو له يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ په ملاقات كښې خبريالې ورورولۍ ته په پېښو چارو او مهمو معاملاتو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل نيشنل پریس کلب د خبريالانو مضبوط غږ دے ، د خبريالې ورورولۍ مسئلې حل كولو له به د اطلاعاتو وزارت خپل كردار ترسره كول دوامدار ساتي۔ د پلاوي غړو وفاقي وزير ته په نېشنل پرېس كلب كښې د نوې ټاكلې شوو عهدېدارانو سوګند پورته كولو دستوره كښې د ګډون بلنه وركړه كومه به چې له وړوكي اختر وروستو تابيا كولې شي۔ وفاقي وزير بلنه قبوله كړه۔ په دې موقعه د وزيراعظم ميډيا کوآرډینېټر بدر شهباز وړائچ، د اطلاعاتو وفاقي سېكرټري اشفاق احمد خليل او پرنسپل انفارمېشن آفسیر مبشر حسن هم موجود و۔










