د بي آئي ايس پي چيئر پرسن سينيټر روبينه خالد رحيم يار خان كښې په رامخې ته شوې پيښه د ژور غم دړد څرګندونه

اسلام آباد۔16مارچ (اے پی پی) د بينظير انكم سپورټ پروګرام چيئر پرسن سينيټر روبينه خالد رحيم يار خان كښې په رامخې ته شوې پيښه د ژور غم دړد اور افسوس څرګندونه كړې ده۔ د صدر مملكت آصف علي زرداري په هدايت چیئر پرسن بی آئی ایس پی سېنېټر روبینه خالد په فوري توګه رحیم یار خان ته روانه شوه دغسې چې د صورتحال جاج اغستو سره ځپليو كورنيو سره د …

اسلام آباد۔16مارچ (اے پی پی) د بينظير انكم سپورټ پروګرام چيئر پرسن سينيټر روبينه خالد رحيم يار خان كښې په رامخې ته شوې پيښه د ژور غم دړد اور افسوس څرګندونه كړې ده۔ د صدر مملكت آصف علي زرداري په هدايت چیئر پرسن بی آئی ایس پی سېنېټر روبینه خالد په فوري توګه رحیم یار خان ته روانه شوه دغسې چې د صورتحال جاج اغستو سره ځپليو كورنيو سره د يووالي څرګندونه وكړي۔ د چیئرپرسن په هدايت د پېښې جاج اغستلو له د اعلی كچې يوه كمېټۍ هم رحيم يار خان ته روانه شوې ده كومه به چې د ذمه وارو تعين كولو سره په 24 ساعتونو كښې د پیښې په اړه رپورټ وړاندې كړي۔ د بی آئی اېس پی لخوا د حق رسېدليو مېرمنو كورنيو له به 10 لكه او ژوبل شوو له به 3 لکه روپۍ وركولې شي۔ چیئرپرسن سېنېټر روبینه خالد ويلي چې د افسوس وړ دې پېښی به سپېځلې پلټنې كولې شي او د اړوند پارټنر بنك نمائندګانو په ضد به سخته قانوني كارروائي كولې شي۔ دې زياته كړه چې ځپليو كورنيو سره به هر ډول ممكنه مالي مرسته كولې شي۔

مزید خبریں