وفاقي وزير محسن نقوي په ګوادر كښې په کوسټ ګارډز بريد وغندلو

اسلام آباد 16 مارچ (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په ګوادر كښې د کوسټ ګارډز په پوسته د ډزو د پېښې غندنه وكړه٬ ده په بريد كښې د شهيد شوې كوسټ ګارډز اهلکارو سليم او عدنان عظيمو قربانۍ ته ئې پېرزوئنې وړاندې كړې۔ خپل بيان كښې محسن نقوي د شهيدانو كورنيو سره د خواخوږۍ او غمرازۍ څرګندونې كولو سره ووئيل د شهيدانو د كورنيو په …

اسلام آباد 16 مارچ (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په ګوادر كښې د کوسټ ګارډز په پوسته د ډزو د پېښې غندنه وكړه٬ ده په بريد كښې د شهيد شوې كوسټ ګارډز اهلکارو سليم او عدنان عظيمو قربانۍ ته ئې پېرزوئنې وړاندې كړې۔ خپل بيان كښې محسن نقوي د شهيدانو كورنيو سره د خواخوږۍ او غمرازۍ څرګندونې كولو سره ووئيل د شهيدانو د كورنيو په غم كښې برابر شريك يو۔ ده ووئيل دې د کوسټ ګارډز ځوانانو خپل ځانونه قربانولو سره د ترهګرو ناوړه عزائم خاورې كړې د دوي قربانۍ به عبث نه ځي۔ داخله وزير په پېښه كښې د ژوبل شوي اهلكار زر روغتيا لپاره دعا كولو سره چارواكو ته امر وكړو چې ژوبل شوي اهلكار دې دې بهتري طبي مرسته وركړې شي

مزید خبریں