د پاك پوځ آپريشن غضب للحق له مخې په پرېكنده ځوابي كاروائيو كښې په باجوړ او كرم سيکټرز كښې د افغان طالبانو پوستې ويجاړې، يو شمېر خوارج ووژل شول

اسلام آباد 16 مارچ (اے پي پي) پاك پوځ د افغان طالبانو او د فتنه الخوارج ترهګرو په ضد د آپريشن غضب للحق په مهال په پرېكنده ځوابي كارروائيو كښې په باجوړ او كرم سېكټرز پاك افغان پولې سره نزدې د افغان طالبانو پوستې په بشپړه توګه ويجاړې كړې٬ يو شمېر خوارج ووژل شول او نور وتخښېدل۔ د امنيتي ذريعو له مخې د پاك پوځ په بشپړه كاررائيو كښې باجوړ …

اسلام آباد 16 مارچ (اے پي پي) پاك پوځ د افغان طالبانو او د فتنه الخوارج ترهګرو په ضد د آپريشن غضب للحق په مهال په پرېكنده ځوابي كارروائيو كښې په باجوړ او كرم سېكټرز پاك افغان پولې سره نزدې د افغان طالبانو پوستې په بشپړه توګه ويجاړې كړې٬ يو شمېر خوارج ووژل شول او نور وتخښېدل۔ د امنيتي ذريعو له مخې د پاك پوځ په بشپړه كاررائيو كښې باجوړ سيکټر كښې پاك افغان پولې سره نزدې د افغان طالبانو پوستې تباه كړې شوې٬ پاك پوځ د ګائيډډ ميزائل د لارې هم د افغان طالبانو پوستې په نښه كړي٬ د امنيتي ذريعو له مخې په کرم سيکټر كښې پاك پوځ د افغان طالبانو او فتنه الخوارج اهم پټنځايونه په نښه كړي٬ د پاك پوځ د موثره كارروائيو په نيتجه كښې د افغان طالبانو او فتنه الخوارجو يو شمېر پوستې تباه كړې شوې٬ په دې كارروائيو كښې يو شمېر خارجي مړه او پاتې فرار شوي٬ د امنيتي ذريعو وينا ده چې د آپريشن غضب للحق به تر خپلو هدفونو ترلاسه كولو دوام دار وي

مزید خبریں