آپريشن غضب للحق په مهال د فتنه الخوارج / افغان طالبانو 684 ترهه ګر ووژل شول، 912 څخه زيات ژوبل۔د اطلاعات وفاقي وزير عطاء الله تارړ آپريشن ”غضب للحق“ په اړه په ايكس پوسټ

اسلام آباد 15مارچ (اے پي پي) آپريشن غضب للحق په مهال تر 15 مارچ 2026ء مازيګر 4 بجو د فتنه الخوارج / افغان طالبانو 684 ترهه ګر وژلې شوي او 912 څخه زيات ژوبل شوي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ د اتوار په ورځ د سماجي رابطے په پليټ فارم ”ايكس“ په خپل يو پوسټ كښې وئيلي چې آپريشن غضب للحق په مهال د افغان طالبانو …

اسلام آباد 15مارچ (اے پي پي) آپريشن غضب للحق په مهال تر 15 مارچ 2026ء مازيګر 4 بجو د فتنه الخوارج / افغان طالبانو 684 ترهه ګر وژلې شوي او 912 څخه زيات ژوبل شوي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ د اتوار په ورځ د سماجي رابطے په پليټ فارم ”ايكس“ په خپل يو پوسټ كښې وئيلي چې آپريشن غضب للحق په مهال د افغان طالبانو 252 پوسټونه تباه شوې دغسې 44 پوسټې قبضه كښې اخستلې شوي۔ دغسې 229 ټينكونه، بكتر بند ګاړي او توپي تباه كړې شوي۔ افغانستان كښې د ترهه ګرو او د هغوي معاؤن انفراسټركچر 73 ځايونه فضائي كارروائي كښې په ښه ډول په نښه كړې شوي۔د 15 مارچ په شپه د پاكستان وسله والو ځواكونو د افغان طالبانو او فتنه الخوارج ترهه ګرو ژالو پشمول پوځي تنصيبات په نښه كړي۔د دې كاروائيو په مهال قندھار كښې يو تكنيكي معاونت مركز او د وسلې او سازوسامان ذخيره كولو ځائې په نښه كړې شوي۔ قندھار كښې يو سرنګ هم بتاه كړې شوے چې پكښې د افغان طالبانو او فتنه الخوارج تكنيكي آلات او سامان اېښودلې شوې ؤ۔دغسې چترال سيكټر كښې زمكيز پوځ د افغانستان په بديني پوسټ د ترهه ګرو لانچ پوائنټ هم تباه كړې۔په دې مهال كوم هم شهري آبادي يا سول انفراسټركچر نه دې په نښه كړې شوې كوم چې د افغان عبوري حكومت ځيني عهديدارو او ميډيا د اړخه غلطه ډنډوره كيږي۔

مزید خبریں