د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني سره سيد جاويد علي شاه او د قومي اسمبلۍ غړي مهرين رزاق بھټو ملاقات

اسلام آباد 15مارچ (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني سره د سېنېټ چيئرمېن هاؤس كښې د قومي اسمبلۍ غړي سيد جاويد علي شاه او د قومي اسمبلۍ ۍړي مهرين رزاق بھټو ملاقات وكړو۔ ملاقات په مهال د سندھ په مجموعي سياسي صورتحال، عوامي مسئلو او پرمختيائي چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په دې موقع د پاكستان پيپلز ګوند تنظيمي هلو ، عوامي رابطه مهم او ګوند لا …

اسلام آباد 15مارچ (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني سره د سېنېټ چيئرمېن هاؤس كښې د قومي اسمبلۍ غړي سيد جاويد علي شاه او د قومي اسمبلۍ ۍړي مهرين رزاق بھټو ملاقات وكړو۔ ملاقات په مهال د سندھ په مجموعي سياسي صورتحال، عوامي مسئلو او پرمختيائي چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په دې موقع د پاكستان پيپلز ګوند تنظيمي هلو ، عوامي رابطه مهم او ګوند لا فعاله كولو په اړه هم خبري اتري وشوي۔لارښودو د دې عزم څرګندونه وكړه چې د ګوند قيادت او منتخب نمائندګان اولسي مسئلو حل او جمهوري اقدار ودي لپاره په ګډه كردار ترسره كوي۔د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل پاكستان پيپلز ګوند عمر له اولسي خدمت،جمهوريت استحكام او وفاق قوي كولو له هلي ځلي كوي۔ده په دې خبره زور راوړو چې د اولسي ښېګرے او هېواد پرمختګ لپاره دې ټول منتخب نمائندګان خپلي هڅي تندي كړي۔

مزید خبریں