وزیراعظم د خوراك څښاك څيزونو په طلب او رسد د نظر ساتلو سپارښتنه وكړه

لاهور 15مارچ (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د هېواد غذائی ضروریات لپاره د خوراك څښاك څيزونو په طلب او رسد نظر ساتلو او د پاکستان غذائی ضروریات متاثره كيدو نه غير اضافی څيزونو خلیجی ېهوادونو ته برآمد کولو لپاره كوټلي تګلاري جوړولو سپارښتنه وكړه۔وزیرِ اعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې سيمه كښې بدل شوي صورتحال ترمخه هېواد كښې غذائی صورتحال او د خوراك څښاك اضافی څيزونو په …

لاهور 15مارچ (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د هېواد غذائی ضروریات لپاره د خوراك څښاك څيزونو په طلب او رسد نظر ساتلو او د پاکستان غذائی ضروریات متاثره كيدو نه غير اضافی څيزونو خلیجی ېهوادونو ته برآمد کولو لپاره كوټلي تګلاري جوړولو سپارښتنه وكړه۔وزیرِ اعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې سيمه كښې بدل شوي صورتحال ترمخه هېواد كښې غذائی صورتحال او د خوراك څښاك اضافی څيزونو په برآمدت د جاج اخستلو غونډه د اتوار په ورځ وشوه۔د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم غونډي ته سپارښتنه وكړه چې د هېواد غذائی ضروریات لپاره د خوراك څښاك څيزونو طلب و رسد بشپړه نګراني دې وكړې شي۔وزیرِاعظم ته بریفنګ كښې ووئيل شول چې پاکستان كښې د خوراك څښاك څيزوننه زيات مقدار كښې موجود دي، د هيڅ څيز کمې نشته۔ وزیراعظم ووئيل نړيوال سپلائی چینز متاثره كيدو سره سيمه كښې د پاکستاني مصنوعات برآمد استعداد زيات شوې۔ده سپارښټنه وكړه چې موجودہ صورتحال كښې خلیجی هېوادونو ته پكار څيزونه وركولو او د هغې د غذائی تحفظ خیال دې وساتلې شي۔ پاکستانی غذائی ضروریات متاثره كيدو نه غير زيات مقدار كښې موجود څيزونه خلیجی هېوادونو ته برآمد کولو له دې تګلاره جوړه كړې شي۔ وزیرِاعظم ووئيل خلیجی هېوادونو كښې د خوراك څښاك څيزونو برآمد کولو وخت اعلیٰ معیار دې باوري كړې شي۔ وزیرِاعظم سپارښتنه وكړه چې پی این اېس سی بحری لارې دې خلیجی هېوادونو ته د خوراك څښاك څيزونو برآمد کولو له ضروری اقدامات وكړې شي۔غونډي ته هېواد كښې د موجوده څيزونو پانګو او پیداوار په اړه بریفنګ وركړې شو۔ په دې مهال ووئيل شول چې پاکستان زرعی څانګي پشمول زرعی اجناس، غوښي٬ پولټري ،ډیری او سی-فوډ كښې د برآمد پراخه استعداد شته۔ وزیرِاعظم په دې اړه د کمېټۍ جوړولو سپارښتنه وكړه كومه به چې د ورځي په بنياد د صورتحال جاج اخلي۔وزیرِاعظم خلیجی هېوادونو كښې تعینات سفیرانو او ټريډ افسرانو ته د متحرك كيدو سپارښتنه وكړه۔په غونډه كښې نائب وزیرِاعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، وفاقی وزيران جام کمال خان، رانا تنویر حسین، احد خان چیمه،خاص مرستيال هارون اختر او اړوندو اعلیٰ چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې صوبائی چیف سیکریټریز او اړوندو څانګو نجی ایسوسی ایشنز نمائندګانو هم ګډون وكړو۔

مزید خبریں