اسلام آباد 15 مارچ (اے پي پي) اسلاموفوبيا په ضد نړيوالي ورځ په موقع د سېنېټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني په ړيواله ورورولۍ زور راوړو چې ټوله نړۍ كښې د مسلمانانو په ضد زياتي شوې كركې ، تعصب او امتيازي رويو مخنيوي لپاره دې شريك اقدامات وكړې شي ۔ د سينيټ سيکرټريټ د اړخه جاري شوې پيغام كښې ده ووئيل بېلو ټولنو كښې د سلاموفوبيا تسلسل مساوات، انساني وقار …
په ټوله نړۍ كښې د مسلمانانو په ضد زيات شوې تعصب ختمولو له دې شريك اقدامات وكړې شي ۔ډ سېنېټ چيئرمين په نړيواله ورورولۍ زور

مزید خبریں
اسلام آباد 15 مارچ (اے پي پي) اسلاموفوبيا په ضد نړيوالي ورځ په موقع د سېنېټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني په ړيواله ورورولۍ زور راوړو چې ټوله نړۍ كښې د مسلمانانو په ضد زياتي شوې كركې ، تعصب او امتيازي رويو مخنيوي لپاره دې شريك اقدامات وكړې شي ۔ د سينيټ سيکرټريټ د اړخه جاري شوې پيغام كښې ده ووئيل بېلو ټولنو كښې د سلاموفوبيا تسلسل مساوات، انساني وقار او مذهبي آزادي هغه بنيادي اصولو ته زيان رسي كوم چې د نړيوال قوانين او ملګرو ملتونو چارټر كښې درج دي ۔ ده د تشويش څرګندونه وكړه چې د نړۍ به بېلو سيو كښې د مسلمانانو ا د عبادت ځايونو په ضد د كركي وړ تقارير، امتيازي سلوك او بريدوو په شان پېښې رامخې ته كيږي كومي چې امن او سماجي همغږۍ لپاره يو لوئ چيلنج دې ۔د سېنېټ چيئرمين ووئيل اسلام يو داسې مذهب دے كوم چې د امن او د انصاف تعليم وركوي ۔ ده به دې خبره زور راوړو چې د تهذيبونو او مذهبونو ترمينځه برداشت او شريك احترام وده نړيوال استحکام او همغږۍ لپاره ضروري ده ۔ ده په حکومتونو، پارليمانانو، نړيوالو تنظيمونو او سول سوسائټۍ زور راوړو چې مذهبي عدم برداشت ختمولو او ټولو ورورولو حقونو آزادو تحفظ له مؤثر قانون سازي، پاليسي او اداره جاتي اقدامات قوي كړي ۔سيد يوسف رضا ګيلاني د مذهبونو همغږۍ ،ټولو مذهبونو احترام او اقليتونو د حقونو تحفظ له د پاکستان د اصولي عزم پخلې كولو ووئيل د اسلاموفوبيا مقابله کول د ټولي نړۍ شريكه ذمه واري ده۔










