پاکستان د اسلاموفوبيا مخنيوي لپاره نړيوالي هڅي مخ په وړاندې بوتللو له لوظي دے۔اسحاق ډار

اسلام آباد 15 مارچ (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي چې پاکستان د اسلاموفوبيا مخنيوي لپاره نړيوالي مڅي مخ په وړاندې بوتللو له لوظي دے۔اسلاموفوبيا په ضد نړيوالي ورځ په موقع مونږ د نړۍ مسلمانانو سره د يووالي څرګندونه كوو او د مسلمانانو د خلاف تعصب، امتيازي سلوك ، دښمنۍ او تشدد ختمولو لپاره د خپل غير متزلزل عزم پخلے كوو۔ اسلاموفوبيا …

اسلام آباد 15 مارچ (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي چې پاکستان د اسلاموفوبيا مخنيوي لپاره نړيوالي مڅي مخ په وړاندې بوتللو له لوظي دے۔اسلاموفوبيا په ضد نړيوالي ورځ په موقع مونږ د نړۍ مسلمانانو سره د يووالي څرګندونه كوو او د مسلمانانو د خلاف تعصب، امتيازي سلوك ، دښمنۍ او تشدد ختمولو لپاره د خپل غير متزلزل عزم پخلے كوو۔ اسلاموفوبيا په ضد نړيوالي ورځ په موقع د خارجه دفتر داري شوې خپل پيغام كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار ووئيل د اسلامي مرستي تنظيم (او آئي سي ) سره نزدې مرستي د لارې پاکستان د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ دې تاريخي پريكړه كښې مهم کردار ترسره كړې چې له مخې ئې 15 مارچ د اسلاموفوبيا په ضد نړيواله ورځ ګرځولې شوي۔دا اقدام د نړيوالي ورورولۍ د اړخه د مذهبونو،كلتورونو او تهذيبونو ترمينځه همغږۍ ، برداشت او شريك امن ودي هڅو كښې يوه لويه كاميابي ثابت شوې۔ده ووئيل پاکستان د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ يو بل قرارداد منظورۍ كښې هم کليدي کردار ترسره كړې چې مقصد ئې د اسلاموفوبيا مخنيوي لپاره نړيوالي هڅي قوي كول وو،چې پكښې ملګرو ملتونو يو خاص استازي تقررۍ خواست هم شامل وو۔په دې لړ كښې مونږ مئي 2025 كښې اسلاموفوبيا په ضد د ملګرو ملتونو خاص استازي تقررۍ هركلے كوو،دغسې مئي 2024 كښې د او آئي سي سيکريټري جنرل د اسلاموفوبيا په ضد خاص استازي تقرري هم دې چيلنج سره كوټلي او مستقل انداز كښې مخنيوي لپاره زيات نړيوال عزم عکاسي کوي۔ پاکستان د ټولو هېوادونو څخه غوښتنه كوي كوي د ټولنو ترمينځه شريك احترام، مکالمے او افهام و تفهيم ودي لپاره پرله پسې اقدامات وكړي او برداشت، وقار او شريك امن اقدار برقرار وساتي۔

مزید خبریں