اسلام آباد 14 مارچ (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د افغان طالبانو لخوا د پاکستان ښاريزي سيمي په ډرون په نښه كولو غندنه وكړه چې مقصد ئې په پاکستان كښې ښاريزي سيمي په نښه كول وو۔د خالي په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملکت ووئيل افغانستان كښې د دهشت او طاقت د لارې جو شوې غير قانوني حکومت …
صدر مملکت آصف علي زرداري د افغان طالبانو لخوا د پاکستان ښاريزي سيمي په ډرون په نښه كولو غندنه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 14 مارچ (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د افغان طالبانو لخوا د پاکستان ښاريزي سيمي په ډرون په نښه كولو غندنه وكړه چې مقصد ئې په پاکستان كښې ښاريزي سيمي په نښه كول وو۔د خالي په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملکت ووئيل افغانستان كښې د دهشت او طاقت د لارې جو شوې غير قانوني حکومت پرله پسې د خپل لوظي څخه سرغړونه كوي چې مونږ ترهه ګرو له محفوظ پناه ځايونه نه وركوو او اوس د اسلامي نړۍ يو لوئې پوځي طاقت له د اشتعال وركولو جرات هم كوي۔ صدر مملکت ووئيل اوس افغان ترهه ګر رجيم زمونږ د ملګرو هېوادونو سره د خبرو اترو كولو خوښي لري خو هغوي زمونږ وګړي په نښه كولو هڅه كولو سره ريډ لائن كراس كړې دغسې پاکستان خليجي سيمه او لويديز اسياﺀ كښې امن او استحکام ودي په هڅو كښې بوښت دے۔ده ووئيل د طالبان ناجائز او ترهه ګر حکومت دغه ريډ لائن كراس كولو سره په خپل ځان سختي نتيجې مسلط کړې دي۔ صدر مملکت کوئټه، کوهاټ او پيندۍ كښې د ډرون د ملبے په نتيجه كښې ژوبل شويو ماشومانو او نورو وګړو زر روغتيا له د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ده د دې خحبري پخلے هم وكړو چې د پاکستان وسله وال ځواكونه او سکيورټي ادارے د هېواد دفاع او اولس عوام تحفظ له لوظي دې۔










