د پي سي بي چيئرمېن سره د پاکستان کرکټ بورډ سليکشن کمېټۍ غړو ملاقات،د ېباؤن په تګلاره د خيالاتو څرګندونه

لاهور 14 مارچ (اے پي پي) د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي سره د پاکستان کرکټ بورډ سليکشن کمېټۍ غړو وليدل چې پكښې د قومي ډلي په چارو او د سباؤن په تګلاره د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ملاقات په مهال د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي سليکشن کمېټۍ ته خپل فرائض بشپړه آزادۍ او ديانتدارۍ سره ترسره كولو سپارښتنه كولو سره ووئيل چې هغوي دې بشپړه فري هينډ استعمال …

لاهور 14 مارچ (اے پي پي) د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي سره د پاکستان کرکټ بورډ سليکشن کمېټۍ غړو وليدل چې پكښې د قومي ډلي په چارو او د سباؤن په تګلاره د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ملاقات په مهال د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي سليکشن کمېټۍ ته خپل فرائض بشپړه آزادۍ او ديانتدارۍ سره ترسره كولو سپارښتنه كولو سره ووئيل چې هغوي دې بشپړه فري هينډ استعمال کړي او د چا فشار كښې دې نه راځي۔ده ووئيل سليکشن کمېټي دې غير د څه فشار ايماندارۍ سره پريكړي وكړي او د چا پراه دې نه كوي۔د پي سي بي چيئرمېن ووئيل سليکشن کمېټۍ پريكړو كښې به زما بشپړه حمايت شامل وي او د ميرټ په بنياد دې ښه ډله جوړه كړي۔په دې موقع د سليکشن کمېټۍ غړو په مصباح الحق، سرفراز احمد، اسد شفيق او عاقب جاويد د باور په څرګندونه د پي سي بي چيئرمېن مننه وكړه۔

مزید خبریں