لاهور 13 مارچ (اے پي پي) وزير اعظم محمد شهباز شريف نړيواله منډۍ كښې د تيلو بيعي زياتيدو باوجود اولس سره شوي لوظ ترمخه د پټروليم مصنوعات بيعي نه زياتولو پريكړه وكړه۔ د وزير اعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم ووئيل په عام وګړي بوجھ كمولو لپاره بيعو كښې اضافه نه كوو۔ وزيراعظم ووئيل د خپل لوظ له مخې څومره چې هم كيدے شي،دې …
وزير اعظم محمد شهباز شريف نړيواله منډۍ كښې د تيلو بيعي زياتيدو باوجود اولس سره شوي لوظ ترمخه د پټروليم مصنوعات بيعي نه زياتولو پريكړه

مزید خبریں
لاهور 13 مارچ (اے پي پي) وزير اعظم محمد شهباز شريف نړيواله منډۍ كښې د تيلو بيعي زياتيدو باوجود اولس سره شوي لوظ ترمخه د پټروليم مصنوعات بيعي نه زياتولو پريكړه وكړه۔ د وزير اعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم ووئيل په عام وګړي بوجھ كمولو لپاره بيعو كښې اضافه نه كوو۔ وزيراعظم ووئيل د خپل لوظ له مخې څومره چې هم كيدے شي،دې مشكل حالاتو كښې به اولس له ريليف وركوو۔ده ووئيل سيمه كښې د تاؤ ترېښوالي په وجه نړيوال معيشت دا مهال فشار سره مخ دے چې له امله ئې د پاكستان په معيشت اثرات مرتب كيدو اندېښنه ده خو په وخت پاليسي جوړولو ، حكومت د اړخه بچت اقدامات او مالي نظم و ضبط په سبب په دې صورتحال په ښه ډول قابو موندلو هڅي كوو۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان د خادم په حيث په دې مشكل حالاتو كښې په غريبانو وګړو بوجھ كمولو لپاره د هېواد اشرافيه او حكومت څخه شروعات له لوظي يو۔ وفاقي حكومت كښې د بچت اقدامات سره سره صوبائي حكومتونه هم په دې اقدامات كښې د وفاقي حكومت سره ملګرتيا كول خوشبينه دې۔ وزير اعظم ووئيل د لوے څښتن په فضل سره سفارتي او معاشي ډلي په هڅو خام تيل د هېواد ضرويات لپاره مناسب مقدار كښې شته۔ وفاقي و صوبائي حكومتونه په ګډه مقرر كړې شوي بيعو څخه زياته بيعه اخستلو مخنيوې باوري كوي۔ده دعا اوكړه چې په نړيواله كچه حالات ښه شي او نړيوله منډۍ كښې د پټروليم مصنوعات بيعو كښې استحكام راشي۔











