اسلام آباد 13 مارچ (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي خېبر پښتونخوا حكومت دې د وفاقي حكومت د ترهه ګرۍ په ضد زيرو ټالرنس پاليسي په بشپړه ډول نافذ كړي او سنجيدګۍ سره دې كار وكړي،كله چې زمونږ وسله وال د قومي سلامتيا لپاره خپله قرباني وركوي نو څه ډول بے غوري يا نافرماني به زغملے نشي۔خپله يوه مركه كښې ډاكټر طارق فضل …
خېبر پښتونخوا حكومت دې د وفاقي حكومت د ترهه ګرۍ په ضد زيرو ټالرنس پاليسي په بشپړه ډول نافذ كړي۔وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد 13 مارچ (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي خېبر پښتونخوا حكومت دې د وفاقي حكومت د ترهه ګرۍ په ضد زيرو ټالرنس پاليسي په بشپړه ډول نافذ كړي او سنجيدګۍ سره دې كار وكړي،كله چې زمونږ وسله وال د قومي سلامتيا لپاره خپله قرباني وركوي نو څه ډول بے غوري يا نافرماني به زغملے نشي۔خپله يوه مركه كښې ډاكټر طارق فضل چوهدري ووئيل د ترهه ګرۍ په اړه بحث كيدے شي،خو بايد د خېبر پښتونخوا حكومت د وسله والو قربانۍ اومني۔ده ووئيل صوبه كښې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې 8,200 څخه زي ات اهلكار شهيدان شوې۔ده ووئيل دا د وسله والو د قومي سلامتيا باوري كولو كښې د فعاله او روان كردار عكاسي كوي۔ده ووئيل بايد دا ځل د سياست په ځائې ټول په ګډه كار وكړي۔ وفاقي وزير د خېبر پښتونخوا څخه غوښتنه وكړه چې يو موتې كيدو سره د وفاقي حكومت د ترهه ګرۍ مخنيوي پاليسۍ له مخې آپريشنز مخ په وړاندې بوتللې شي۔ده تاكيد وكړو چې د ترهه ګرۍ مقابله كولو او وسله والو قربانيو عزت كولو لپاره بشپړه مرستي او سخت نفاذ ته اړتيا ده۔ده ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شيريف د پريكړو په وخت د اتحاديانو موقف او اپوزيشن رائے پرله پسې سنجيدګۍ سره تر نظر ساتي،كوم سره چې د حكومت جامعه حكمراني او احتساب عزم رامخې ته كيږي۔











