اسلام آباد 13 مارچ (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني نيپال كښې په اوسنو پارليماني ټاكنو كښې د راشټريه سواتنترا پارټۍ په كاميابۍ د نيپال اولس او پارټۍ قيادت له مباركي وركړې ده۔د مباركۍ په خپل پيغام كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د آر اېس پي كاميابي د نيپال اولس په جمهوري اقدار د باور څرګندونه ده۔ده ووئيل بالندر شاه يو ځوان لارښود په توګه په …
نيپال كښې پارليماني ټاكنو كښې په كاميابۍ د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د نيپال اولس او قيادت له مباركي وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد 13 مارچ (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني نيپال كښې په اوسنو پارليماني ټاكنو كښې د راشټريه سواتنترا پارټۍ په كاميابۍ د نيپال اولس او پارټۍ قيادت له مباركي وركړې ده۔د مباركۍ په خپل پيغام كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د آر اېس پي كاميابي د نيپال اولس په جمهوري اقدار د باور څرګندونه ده۔ده ووئيل بالندر شاه يو ځوان لارښود په توګه په اصلاحات اډانه طرزِ قيادت، جديد طرزِ حكمراني او عوامي مسئلو حل لپاره د خپل تړون د لارې وګړي متاثره كړي،په خاص توګه ځائې حكومت او شهري پرمختګ په څانګو كښې د هغه كردار ستائلې كيږي۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل جمهوري سياست كښې ځوانانو قيادت رامخې ته كيدل د ادارو استحكام او اولسي هيلو له مخې حكمراني ودي لپاره د ډاډ وړ يو علامت دے۔ده هيله څرګنده كړه چې د بالندر شاه په قيادت كښې آر اېس پي به په نيپال كښې جمهوري استحكام، سماجي و معاشي پرمختګ او اداره جاتي مضبوطيا كښې مثبت كردار ترسره كړي۔ پاكستان او نيپال ترمينځه د اړيكو ذكر كولو سره د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه شريك احترام، شريكو سيمه ايزو ګټو او سيمي او ګڼ اړخيز فورمز كښې د مرستي په بنياد د ملګرتيا رابطي لري۔د سېنېټ چيئرمېن د نيپال اولس سوكالۍ او هېواد كښې جمهوري نظام لا مستحكمولو له د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔











