جده 13 مارچ (اے پي پي) پاكستان او سعودي عرب منقطه كښې امن او استحكام ودې لپاره په شريكه كار روان ساتلو ته سلا شول۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي عرب ولي عهد و وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز آل سعود سره ملاقات كړې چې پكښې نائب وزيراعظم و خارجه و زير سېنېټر محمد اسحاق ډار او سرلښكر و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم …
د وزير اعظم شهباز شريف او سعودي ولي عهد ترمينځه ملاقات،منطقه كښې امن و استحكام ته ودي وركولو ته سلا شول

مزید خبریں
جده 13 مارچ (اے پي پي) پاكستان او سعودي عرب منقطه كښې امن او استحكام ودې لپاره په شريكه كار روان ساتلو ته سلا شول۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي عرب ولي عهد و وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز آل سعود سره ملاقات كړې چې پكښې نائب وزيراعظم و خارجه و زير سېنېټر محمد اسحاق ډار او سرلښكر و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير هم موجود وو۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې ملاقات كښې وزيراعظم د خادم الحرمين الشريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز آل سعود لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه او د پاكستان لپاره د سعودي عرب د اوږدې مودې حمايت ئې وستائلو۔ وزيراعظم په دې سختو حالاتو كښې د سعودي عرب سره د پاكستان د بشپره يووالي او حمايت پخلے وكړو۔ دواړو لارښودو منطقه كښې په اوسني پيش رفت تفصيل سره د خيالاتو څرګندونه وكړه او دې خبري ته سلا شول چې منقطه كښې امن و استحكام ودې له به په شريكه كار روان ساتلے شي۔ وزيراعظم ولي عهد له باور وركړو چې پاكستان به عمر له د سعودي عرب سره ولاړ وي او سيمه كښې د امن شريك مقصد ترلاسه كولو له به هر ممكن هڅي رواني ساتلے شي۔










