حکومت دې ايم کيو ايم په مهمو پريكړو كولو كښې شريك كړي۔وفاقي وزير امين الحق

اسلام آباد 12 مارچ (اے پي پي) د سائنس اينډ ټيکنالوجي وفاقي وزير او د ايم کيو ايم پاکستان سينئر لارښود سيد امين الحق وئيلي دي وفاقي حکومت دې د متحده قومي موومنټ په ټولو مهمو پاليسي پريكړو په اعتماد كښې واخلي۔ پارليمنټ هاؤس په خوا كښې مكيډيا سره خبرو كښې ده واضحه كړه چې د ايم کيو ايم تحفظات په څو مياشتو راهسې راروان دي او بايد حكومت هغوي …

اسلام آباد 12 مارچ (اے پي پي) د سائنس اينډ ټيکنالوجي وفاقي وزير او د ايم کيو ايم پاکستان سينئر لارښود سيد امين الحق وئيلي دي وفاقي حکومت دې د متحده قومي موومنټ په ټولو مهمو پاليسي پريكړو په اعتماد كښې واخلي۔ پارليمنټ هاؤس په خوا كښې مكيډيا سره خبرو كښې ده واضحه كړه چې د ايم کيو ايم تحفظات په څو مياشتو راهسې راروان دي او بايد حكومت هغوي اعتماد كښې واخلي دغسې چې حکومتي چاري په ښه ډول مخ په وړاندې لاړي شي۔ ميډيا د پوښتني په ځواب وفاقي وزير ووئيل مونږ دا باور كول غواړو چې سباؤن كښې دې ايم کيو ايم په ټولو مهم پاليسي جوړولو عمل برخه وګرځوي۔د سندھ سياسي صورتحال او بدلونونو په اړه د پوښتني په ځواب امين الحق محتاط انداز اختيارولو سره ووئيل ايم کيو ايم په دې اړه خپل باضابطه بيان جاري کړې دے۔ده په ډاګه كړه چې زمونږ مقصد حکومت له دا پيغام وركول دي چې اتحاديانو سره دې د برابرۍ سلوك وكړې شي او د هغوي د مينډيټ دې احترام وكړې شي

مزید خبریں