د قامي اسمبلۍ سپيكر د بنګله دېش نوې ټاكل شوي سپيكر له مباركي وركړه٬د نيكو هيلو څرګندونه

اسلام آباد۔12مارچ (اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د بنګله دېش نوې ټاكلے شوي سپيكر ميجر ريټارئرډ حفيظ الدين احمد له مباركي وركولو سره هغه لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔د زيارت په ورځ په خپل پیغام كښې ده د بنګله دېش پارليمنټ نوې ټاكلے شوې سپيكر ميجر ريټائرډ حفيظ الدين احمد له د پارليمنټ متفقه سپيكر په منتخب كېدو مباركي وركړی او هغه لپاره ئې د …

اسلام آباد۔12مارچ (اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د بنګله دېش نوې ټاكلے شوي سپيكر ميجر ريټارئرډ حفيظ الدين احمد له مباركي وركولو سره هغه لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔د زيارت په ورځ په خپل پیغام كښې ده د بنګله دېش پارليمنټ نوې ټاكلے شوې سپيكر ميجر ريټائرډ حفيظ الدين احمد له د پارليمنټ متفقه سپيكر په منتخب كېدو مباركي وركړی او هغه لپاره ئې د نيكو هيلو څرګندوه كړې۔ده ووئيل چې ميجر ريټائرډ حفيظ الدين احمد په متفقه توګه سپيكر منتخب كېدل د پارليمناني غړو د هغه په قائدانه صلاحيتونو د بشپړه باور څرګندونه ده٬پارليمنټ د كوم هم جمهوري نظام بنيادي ستن او د اولس نمائندګۍ مهمه اداره ده٬د پارليمان چلولو كښې سپيكر مهم كردار لري۔د اولس خېرښېګړې لپاره د موثره قانون سازۍ او د هېواد اجتماعي مسئلو حل لپاره د پارليمنټ مهم كردار لري۔د پاكستان او بنګله دېش اولس شريك تاريخ٬كلتور٬مذهب او رواياتو مضبوط خپلولۍ لري۔ده ووئيل د بنګله ديش پارليمنټ نوې قيادت به د دواړو هېوادونو ترمينځه پارليماني رابطو لا قوي كولو كښې مهم كردار ادا كړي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د بنګله ديش سپيكر ته د پاكستان دورې باضابطه بلنه وركړه او وې وئېل چې د پاكستان او بنګله ديش ترمينځه پارليماني رابطو ودې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه پارليماني اړيكې لا مستحكم شي٬د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د بنګله ديشي سپيكر كاميابۍ لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔

مزید خبریں