اسلام آباد 12 مارچ (اے پي پي) د انفارمېشن ټېکنالوجي او ټېلي کميونيکېشن وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه وئيلي دي چې تند او د باور وړ انټرنېټ د هېواد په معيشت، معاشرت، تعليم، صحت او قامي سلامتيا كښې بنيادي اهميت لري٬ د فائيو جي نيلامۍ سره به نه يوازې د انټرنيټ سروس رسنه ښه شي بلكې دا به د وزيراعظم شهباز شريف ډيجيټل پاکستان وژن مضبوطولو له بنياد وګرځي۔ وفاقي …
تند او د باور وړ انټرنيټ د هيواد معيشت، معاشرت، تعليم، صحت او قامي سلامتيا له بنيادي اهميت لري: وفاقي وزيره شزا فاطمه خواجه

مزید خبریں
اسلام آباد 12 مارچ (اے پي پي) د انفارمېشن ټېکنالوجي او ټېلي کميونيکېشن وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه وئيلي دي چې تند او د باور وړ انټرنېټ د هېواد په معيشت، معاشرت، تعليم، صحت او قامي سلامتيا كښې بنيادي اهميت لري٬ د فائيو جي نيلامۍ سره به نه يوازې د انټرنيټ سروس رسنه ښه شي بلكې دا به د وزيراعظم شهباز شريف ډيجيټل پاکستان وژن مضبوطولو له بنياد وګرځي۔ وفاقي وزيرې دا خبرې د فائيو جي سپيکټرم اسائنمنټ دستورې په مهال وكړې۔ دې ووئيل چې په پاکستان كښې د فائيوجي سپېکټرم د نيلامي وړومبې پړاٶ په كاميابۍ سره بشپړ شوے دے چې له مخې يۍ د 480 ميګا هرټز سپيکټرم درې موبائل آپريټرز “جاز،زونګ او يوفون” ترلاسه كړو او دې سره حكومت ته نزدې 507 ملين ډالر آمدن شوې۔ دې ووئيل چې په پاكستان كښې د كال 1987 نه تر اوسه په مجموعي توګه يوازې په 274 ميګا هرټز سپيکټرم كار كېدو چې په سبب ئې په هېواد كښې د سپيکټرم كمې رامخې ته ٶ، خو د دې نيلامۍ نه پس مجموعي سپيکټرم تقريباً اووه نيم سووه ميګا هرټز ته رسېدلې۔ دستورې ته د پاکستان ټيلي کميونيکيشن اتھارټي چيئرمېن مېجر جنرال (ر) حفيظ الرحمٰن هم وېنا وكړه









