پېنډي 11مارچ(اے پی پی) د آپريشن عضب للحق له مخې د افغان طالبانو او فتنه الخوارج په ضد د پاك پوځ موثره ځوابي كارروائۍ روانې دي۔ پاك پوځ په پاك افغان پوله ژوب سيكټر كښې د افغان طالبانو پوسټ نمبر 2 او 3 په نښه كړې۔ شمالي وزيرستان سره نزدې په پاك افغان پوله د افغان طالبان پوسته تباه كړی شوې٬ سكيورټي ذريعو له مخې پاك پوځ په پاك افغان …
آپريشن عضب للحق له مخې د افغان طالبانو او فتنه الخوارج په ضد د پاك پوځ موثره ځوابي كاروائۍ روانې دي

مزید خبریں
پېنډي 11مارچ(اے پی پی) د آپريشن عضب للحق له مخې د افغان طالبانو او فتنه الخوارج په ضد د پاك پوځ موثره ځوابي كارروائۍ روانې دي۔ پاك پوځ په پاك افغان پوله ژوب سيكټر كښې د افغان طالبانو پوسټ نمبر 2 او 3 په نښه كړې۔ شمالي وزيرستان سره نزدې په پاك افغان پوله د افغان طالبان پوسته تباه كړی شوې٬ سكيورټي ذريعو له مخې پاك پوځ په پاك افغان پوله ژوب سيكټر كښې د افغان طالبانو پوسټ نمبر 2 او 3 په نښه كړي٬ د پاك پوځ په وخت او بشپړه كارروائۍ څخه بزدل افغان طالبانو پوستې او وسله پرېښودو سره تښتېدلې دي۔ پاك پوځ د افغان طالبان په قبضه كښې پوستو څخه د روسيې ساخته 73 ملي ميټر 9 – HGLهيوي ګرينيډ لانچرز په قبضه كښې اخستي۔ سكيورټي ذريعو له مخې پاك پوځ شوال٬ شمالي وزيرستان سره نزدې په پاك افغان پوله د افغان طالبانو پوسته په نښه كړې٬ د پاك پوځ د موثر كارروائۍ سره د افغان طالبانو پوسته تباه كړې ده۔ سكيورټي ذريعو له مخې د پاك پوځ په بشپړه د ځوابي كارروايو په سبب هندي پراكسي افغان طالبان او فتنه الخوارج په تېښته مجبوروي۔ آپريشن عضب للحق روان دے او تر خپل اهداف ترلاسه كېدو به جاري وي









