د دفاع وزير خواجه محمد آصف سره د برتانيې هائي كمشنرې جين ميريټ ملاقات٬ دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو د خواهش څرګندونه

اسلام آباد 11مارچ(اے پی پی)په پاكستان كښې د برتانيې هائي كمشنرې جين ميريټ اسلام آباد كښې د دفاع وزير خواجه محمد اصف سره وليدل۔ دوي د دواړو هېوادونو ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو له د خپل عزم څرګندونه وكړه۔ د شورو په ورځ د دفاع وزارت لخوا جاري بيان له مخې په ملاقات كښې د سيمه ايزې سلامتيا په صورتحال او دفاع او د هوا بازۍ په …

اسلام آباد 11مارچ(اے پی پی)په پاكستان كښې د برتانيې هائي كمشنرې جين ميريټ اسلام آباد كښې د دفاع وزير خواجه محمد اصف سره وليدل۔ دوي د دواړو هېوادونو ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو له د خپل عزم څرګندونه وكړه۔ د شورو په ورځ د دفاع وزارت لخوا جاري بيان له مخې په ملاقات كښې د سيمه ايزې سلامتيا په صورتحال او دفاع او د هوا بازۍ په څانګو كښې د مرستې پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دا ملاقات تعميري مصروفيات جاري ساتلو او د پاكستان او برتانيې ترمينځه د اوږدې مودې شراكتدارۍ لا مستحكم كولو لپاره شريك مفاهمت سره پائې ته ورسېدو