اسلام آباد۔11مارچ (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د نیپال راشټریا سواتنترا ګوند او د دې لارښود بلیندرا شاه ته ټاكنو كښې په تاريخي كاميابۍ مباركي وركړې ده۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت ووئيل چې د ټاكنو په عمل كښې د ځوانانو فعاله ګډون د ډاډ وړ دے او دا په سيمه كښې د حساب وركوونكې حكومتدارۍ او اصلاحاتو …
صدر مملكت آصف علي زرداري په ټولټاكنو كښې په بريا ترلاسه كولو نوي قيادت له مباركي

مزید خبریں
اسلام آباد۔11مارچ (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د نیپال راشټریا سواتنترا ګوند او د دې لارښود بلیندرا شاه ته ټاكنو كښې په تاريخي كاميابۍ مباركي وركړې ده۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت ووئيل چې د ټاكنو په عمل كښې د ځوانانو فعاله ګډون د ډاډ وړ دے او دا په سيمه كښې د حساب وركوونكې حكومتدارۍ او اصلاحاتو لپاره د پراخه رجحان عكاسي كوي۔ ده ووئيل د زلمي قيادت رامخې ته كېدل سوئيلي آسيا او ګردې نړۍ له يو مثبت پېغام دے۔ صدر مملكت یادونه وکړه چې پاکستان د شهیدې محترمې بینظیر بوټو په میراث ویاړي كومه چې د پاکستان تر ټولو زيات كم عمر لرونكې وزيراعظمه جوړه شوې وه۔ ده ووئيل په نيپال كښې د يو زلمي وزيراعظم رامخے ته كېدل سیمې لپاره یو ښه پرمختګ دے۔ ده په كال 1960 كښې د پاكستان او نيپال ترمينځه د ډیپلوماتیکو اړیکو له پیل راهېسې د سفارتي اړيكو ذكر كولو سره ووئيل پاكستان نيپال سره په شريكو احترام ٬ خېر سګالۍ او شريكو ګټو اډانه دوه اړخيزه همكارۍ ته لا وده وركول غواړي۔ صدر مملكت نوي قيادت له د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره هيله ولرله چې هغه به خپل اصلاحاتي ترجيحات مخ په وړاندې بوتللو سره د نيپال په پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كړي۔ ده د پاكستان لخوا نيپال سره د پخوانۍ ملګرتيا لا مضبوطولو عزم پخلے وكړو









