اسلام آباد۔11مارچ(اے پی پی) نائب وزير اعظم / د بهرنیو چارو وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار تېره شپه د کویت د بهرنیو چارو وزیر شیخ جراح جابر الاحمد الصباح سره ټیلیفوني تماس ونيولو۔ د بهرنیو چارو وزارت لخوا د شورو په ورځ د جاري شوې اعلاميې له مخې دواړو مشرانو په سیمه کښې د وروستي پېشرفت په شمول په كوېت ترسره شوو بريدونو ژوره اندېښنه ښكاره كړه۔ نائب وزيراعظم د …
د نائب وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار د كويت خارجه وزير سره ټيليفوني خبرې ٬ منځني ختيز كښې د تاؤ تريخوالي كمولو په اړتيا زور

مزید خبریں
اسلام آباد۔11مارچ(اے پی پی) نائب وزير اعظم / د بهرنیو چارو وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار تېره شپه د کویت د بهرنیو چارو وزیر شیخ جراح جابر الاحمد الصباح سره ټیلیفوني تماس ونيولو۔ د بهرنیو چارو وزارت لخوا د شورو په ورځ د جاري شوې اعلاميې له مخې دواړو مشرانو په سیمه کښې د وروستي پېشرفت په شمول په كوېت ترسره شوو بريدونو ژوره اندېښنه ښكاره كړه۔ نائب وزيراعظم د کویت له مشرتابه او اولس سره د پاکستان پیوستون څرګند کړ او په سیمه کښې د سولې او ثبات د ودې لپاره یې د سمدستي خبرو اترو او د تاؤتریخوالي کمولو په اړتیا زور راوړو۔ د خبرو اترو په مهال په هغو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه په كومو چې د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې غور روان دے۔ دواړو خواوو د پاکستان او کویت ترمنځ تاریخي او ورورولۍ اړیکې بیا تایید کړې











