نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د چين خارجه وزير وانګ يې سره ټېليفوني تماس

اسلام آباد 10مارچ (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د نهې په ورځ د چين خارجه وزير وانګ يې سره په ټېليفون خبرې اترې كړي۔ د خارجه وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې دواړو مشرانو په منطقه كښې په بدل شوي صورتحال او په نړيواله كچه شوې پيېشرفت په اړه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار …

اسلام آباد 10مارچ (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د نهې په ورځ د چين خارجه وزير وانګ يې سره په ټېليفون خبرې اترې كړي۔ د خارجه وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې دواړو مشرانو په منطقه كښې په بدل شوي صورتحال او په نړيواله كچه شوې پيېشرفت په اړه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د پاكستان دريځ وړاندې كولو سره مينځني ختيز او منطقه كښې تاؤ تريخوالي كمولو په سمدستي ضرورت زور راوړو۔ د چين خارجه وزير وانګ يې په منطقه كښې تاؤ تريخوالي كښې كمي او د استحكام ودې لپاره د پاكستان د ګټور كردار ستائنه وكړه۔ دواړو مشرانو تاؤ تريخوالي كښې د كمي په اهميت زور راوړولو سره د دې خبرې تاكيد وكړو چې د ملګرو ملتونو منشور اصولو له مخې مكالمے او سفارتكارۍ ته دې وده وركړې شي ٬ دواړو هېوادونو د پاكستان او چين په هر موسم كښې قائم پاتې كېدو په سټريټجك مرسته اډانه د شراكتدارۍ قوي كولو هم پخلې وكړو۔ دوه اړخيزه مرستې لا قوي لولو لپاره د عزم څرګندونه كولو سره د په نزدې رابطه كښې پاتې كېدو له هم سلا وشوه

مزید خبریں