حکومت د کفايت شعارۍ او د توان بچت لپاره په اوونۍ كښې اضافې چهټي د جمعې په ورځ كولو له پرېكړه٬ حكومت هر ډول ممكنه هڅې كوي چې د نړيوالې وضعې باوجود معيشت مستحكم وساتل شي۔ وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد 10 مارچ (اے پي پي) حکومت د کفايت شعارۍ او د توان بچت لپاره په اوونۍ كښې اضافې چهټي د جمعې په ورځ كولو له پرېكړه كړې ده٬ په ټولو وفاقي وزارتونو او ډويژنز كښې به كفايت شعاري او د توان بچت لپاره په كېدونكې اقداماتو او د ورك فورس مېنجمنټ په حواله هره ورځ او اوونيز رپورټ جمع كوي٬ وزيراعظم ووئيل چې حكومت هر ډول ممكنه هڅې …

اسلام آباد 10 مارچ (اے پي پي) حکومت د کفايت شعارۍ او د توان بچت لپاره په اوونۍ كښې اضافې چهټي د جمعې په ورځ كولو له پرېكړه كړې ده٬ په ټولو وفاقي وزارتونو او ډويژنز كښې به كفايت شعاري او د توان بچت لپاره په كېدونكې اقداماتو او د ورك فورس مېنجمنټ په حواله هره ورځ او اوونيز رپورټ جمع كوي٬ وزيراعظم ووئيل چې حكومت هر ډول ممكنه هڅې كوي چې د نړيوالې وضعې باوجود معيشت مستحكم وساتلې شي٬ د کفايت شعارۍ په حواله د اقداماتو دې تھرډ پارټي آډټ وكړئ شي، ټول وزارتونه او ادارې دې د کفايت شعارۍ له مخې د بند كړې شوې ګاډو عكسونه کابينه ډويژن ته واستوي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د موجوده سيمه ايز صوررتحال له مخې کفايت شعاري او د توان بچت په حواله د حكومت د اعلان كړې شوې اقداماتو نفاذ لپاره د جاج غونډه په وزيراعظم هاٶس كښې شوې۔ په غونډه كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار، وفاقي وزيرانو مصدق ملک، محمد اورنګزيب، احد خان چيمه، عطاء الله تارړ، وزير مملکت بلال اظهر کياني او اړوند اعليٰ سرکاري افسرانو ګډون كړې۔ په غونډه كښې پرېكړه وشوه چې اوونيزه اضافي چهټي به د جمعې په ورځ كولې شي۔ په غونډه كښې ګډونكو سره په خبرو كښې وزيراعظم ووئيل حکومت هر ډول ممكنه هڅه كوي چې د نړيوالې وضعې باوجود معيشت مستحكم وساتې۔ ده ووئيل د کفايت شعارۍ او د توان بچت په اړه د حکومت په اعلان كړې شوې اقداماتو د نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار په مشرۍ كښې يوه خاص كمېټي جوړه كړې شوه كومه چې به په امروزه بنياد د اقداماتو جاج اخستو سره رپورټ وړاندې كوي۔ ده امر وكړو چې د کفايت شعارۍ په حواله د اقداماتو دې تھرډ پارټي آډټ وكړئ شي، دغسې چې د دې په سبب د رامخې ته كېدونكو اثراتو جانچ وكړې شي۔ وزيراعظم ټولو وزارتونو او ډويژنز ته د سادګۍ، کفايت شعارۍ او د توان بچت په اړه اقدامات په بشپړه توګه د نافذ كولو امر وكړو۔ ده زياته كړه چې ټول وزارتونه او ادارې دې د کفايت شعارۍ له مخې د بند كړې شوې ګاډو عكسونه کابينه ډويژن ته واستوي۔ ده ووئيل د ورك فرام هوم موثره جوړولو په اړه به هر وزارت خپل رپورټ وزيراعظم آفس ته رالېږي۔ غونډه خبر كړې شوه چې په ټولو وفاقي وزارتونو او ډويژنز كښې د کفايت شعارۍ او د توان بچت لپاره د پورته كېدونكو اقداماتو او د ورك فورس مېنجمنټ حوالې سره امروزه او اوونيز رپورټ به کميټۍ ته جمع كولې شي

مزید خبریں