اسلام آباد۔10مارچ(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ سره د پاكستان فيډرل يونين آف جرنلسټس (پي ايف يو جے) پلاوي د نهې په ورځ ملاقات٬ په ملاقات كښې د خبريالانو او ميډيا وركرز تنخاګانو پشمول د واجبات په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع د خبرو په مهال وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ ووئيل چې پاكستان براډ كاسټرز ايسوسي ايشن سره ميډيا د …
وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ سره د پي ايف يو جے پلاوي وليدل٬ د خبريالانو او ميډيا وركرز تنخاګانو پشمول د واجباتو په معامله د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔10مارچ(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ سره د پاكستان فيډرل يونين آف جرنلسټس (پي ايف يو جے) پلاوي د نهې په ورځ ملاقات٬ په ملاقات كښې د خبريالانو او ميډيا وركرز تنخاګانو پشمول د واجبات په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع د خبرو په مهال وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ ووئيل چې پاكستان براډ كاسټرز ايسوسي ايشن سره ميډيا د وركرز تنخاګانو ادائيګۍ په اړه د وړاندې نه خبرې اترې شوې دي٬ د چينلز واجباتو منظوري وركړی شوې ده۔ راتلونكو څو ورځو كښې به دا معامله خپل تر منطقي انجام ورسوي۔ ده ووئيل چې ميډيا مالكانو باور وركړې دې چې د اختر نه وړاندې به ټول واجبات ادا كولې شي او حكومت به هم په دې لړ كښې په خپل كمټمنټ عمل كوي دغسې چې خبريالانو ته په وخت ګټه ورسي۔ د پلاوي غړو د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير د اقدام ستائنه كولو سره ووئيل چې كه د اختر نه وړاندې ادائيګۍ وكړی شوې نو ميډيا وركرز به خپل فيمليز سره د اختر خوشحالو كښې شريك شي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير پلاوي له باور وركړو چې ټول معاملاتو به په ښه ډول حل لټولې شي











