اسلام آباد۔10مارچ(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي چې د فائيو جي سپېكټرم نيلامۍ سره به په پاكستان كښې د ډیجیټل کنېکټیویټی څانګه كښې بدلون رامخې ته شي۔ د نهې په ورځ دلته د پي ټي اے تر اهتمام لاندې د فائیو جی سپېکټرم نیلامۍ عمل بشپړ كېدو څخه وروستو دستورې ته خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل د وزیراعظم شهباز شریف ښكاره هدايات دي …
د فائيو جي سپيكټرم نيلامۍ سره به پاكستان كښې د ډیجیټل کنیکټیویټی په څانګه كښې بدلون رامخے ته شي: د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ دستورې ته خطاب

مزید خبریں
اسلام آباد۔10مارچ(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي چې د فائيو جي سپېكټرم نيلامۍ سره به په پاكستان كښې د ډیجیټل کنېکټیویټی څانګه كښې بدلون رامخې ته شي۔ د نهې په ورځ دلته د پي ټي اے تر اهتمام لاندې د فائیو جی سپېکټرم نیلامۍ عمل بشپړ كېدو څخه وروستو دستورې ته خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل د وزیراعظم شهباز شریف ښكاره هدايات دي چې په پاكستان د كېدونكې كومې هم نېلامۍ عملدې نېغ په نېغه خپور كړے شي۔ نن په پاكستان كښې د فائيو جي سپېكټرم د نيلامۍ عمل ټولې نړۍ وكتلو۔ شفافیت باوري كولو له نيلامي نېغ په نېغه نشر كړې شوه۔ وفاقی وزیر د فائیو جی سپېکټرم نیلامۍ عمل په بشپړ كېدو د آئي ټي وفاقی وزیر ، سېكرټري ٬ د ټېلي كام غړي ٬ د پي ټي اے چيئرمېن او د پی ټی اے ټولې ډلې له مباركي وركولو سره ووئيل مونږ فائیو جی پلو روان يو ، دا پاكستان لپاره لويه ورځ ده











