ايران څخه مو دوه زره وګړي او زده كوونكي په خوندي ډول راوويستل ٬ د پاتې نورو وګړو بيرته راستنيدو له ګامونه پورته كيږي: وفاقي وزير طارق فضل چوهدري

اسلام آباد۔10مارچ(اے پی پی) قومي اسمبلۍ ته وئيلې شوي دي چې له ایران څخه 2000 وګړي او زده كوونكي په خوندي ډول ایستل شوي دي او د پاتې نورو پاکستاني وګړو او زده کوونکو بېرته راستنېدو لپاره ګامونه پورته کیږي۔ د نهې په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې د ډاكټر نفيسه شاه ٬ شازيه مري او نورو لخوا د پام ګرځونې په نوتس وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل …

اسلام آباد۔10مارچ(اے پی پی) قومي اسمبلۍ ته وئيلې شوي دي چې له ایران څخه 2000 وګړي او زده كوونكي په خوندي ډول ایستل شوي دي او د پاتې نورو پاکستاني وګړو او زده کوونکو بېرته راستنېدو لپاره ګامونه پورته کیږي۔ د نهې په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې د ډاكټر نفيسه شاه ٬ شازيه مري او نورو لخوا د پام ګرځونې په نوتس وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري ايوان ته ووئيل چې د منځني ختيز حالت اندېښمن دے ٬ منځني ختيز او په خاص توګه ايران څخه پاكستاني زده كوونكي او وګړي په خوندي ډول راويستل زمونږ ترجيح ده۔ پاكستاني سفارت ٬ او د زاهدان او مشهد مشنز ته هدايات جاري كړې شوي وو او مناسب انتظامات هم شوي وو۔ تر دې دمه 2 زره څخه زيات زده كوونكي دغې ځاې څخه راويستل شوي دي۔ ده ووئيل تفتان اوعلی رمدان پوله دې مقصد لپاره كارولې شي ٬ د آذربائیجان لاره هم كارولې شي۔ د ډاكټر شازيه مري د پوښتنې په ځواب ده ووئيل په ايران كښې وضعه غېر معمولي ده ٬ زمونږ سفارت او مشنز پاكستاني زده كوونكو او وګړو سره رابطه كښې دي۔ سفارت خانې او مشنز ته روزانه 500 څخه زيات كالونه ترلاسه كيږي۔پاکستانی وګړو ته تحفظ وركول زمونږ تر ټولو لومړۍ ترجيح ده

مزید خبریں