اسلام آباد 09 مارچ (اے پي پي) پاکستان كښې د برتاني هائي کمشنرې جين ميريټ د اين ډي ايم اے په هيډکوارټرز كښې د نيشنل ايمرجنسيز آپريشن سينټر دوره وكړه او د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ليفټيننټ جنرل انعام حيدر ملك سره ئې وليدل٬ په دې موقع هائي کمشنرې ته په پاکستان كښې د افتونو په اړه د پېشګي تيارۍ او خبرتيا نظام او د نيشنل ايمر جنسيز آپريشن …
د برتانيه هائي کمشنرې جين ميريټ د اين ډي ايم اے په هيډکوارټرز كښې د نيشنل ايمرجنسيز آپريشن سينټر دوره

مزید خبریں
اسلام آباد 09 مارچ (اے پي پي) پاکستان كښې د برتاني هائي کمشنرې جين ميريټ د اين ډي ايم اے په هيډکوارټرز كښې د نيشنل ايمرجنسيز آپريشن سينټر دوره وكړه او د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ليفټيننټ جنرل انعام حيدر ملك سره ئې وليدل٬ په دې موقع هائي کمشنرې ته په پاکستان كښې د افتونو په اړه د پېشګي تيارۍ او خبرتيا نظام او د نيشنل ايمر جنسيز آپريشن سينټر تکنيکي او صلاحيتي دائره کار په اړه بريفنګ وركړې شو په دې موقع هائي كمشنره د اېن ډي اېم اے د افتونو مخه نيولو او د خطرو د پېشګي تشخيص په اړه د ډيجيټل پورټلز نه هم خبره كړه۔ دا خبره د ګل په ورځ د اېن ډي اېم اے لخوا په جاري بيان كښې شوې۔ د برتانيه هائي کمشنرې د افتونو مخه نيولو او د خطرو تدارک لپاره د اين ډي ايم اے جديد او د كوټلي نظام ستائنه كولو سره ووئيل د اېن ډي اېم اے نيشنل ايمرجنسيز آپريشن سينټر (اين اي او سي) د نړۍ بهترين اېمرجنسي سنټر كښې يو دے۔ د ملاقات په مهال د پاکستان او برتانيه ترمېنځه ډيزاسټر رسك ريډکشن او په کلائميټ ريزيلينس كښې د مرستې په زياتولو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔











