اسلام آباد 08 مارچ (اے پی پی) د قومی اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د خېبر پښتونخوا په بيلو ضلعو كښې د کامیاب کارروائیو په مهال د 13 خوارجو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔د اتوار په ورځ د قومی اسمبلۍ سیکرټريټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې سپیکر سردار ایاز صادق د ترهه ګرو په ضد په کامیاب کارروائیو د امنيتي ځواكونو پېشه وره صلاحيتونه ستائلو …
د قومی اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د خېبر پښتونخوا په بيلو ضلعو كښې د کامیاب کارروائیو په مهال د 13 خوارجو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړي

مزید خبریں
اسلام آباد 08 مارچ (اے پی پی) د قومی اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د خېبر پښتونخوا په بيلو ضلعو كښې د کامیاب کارروائیو په مهال د 13 خوارجو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔د اتوار په ورځ د قومی اسمبلۍ سیکرټريټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې سپیکر سردار ایاز صادق د ترهه ګرو په ضد په کامیاب کارروائیو د امنيتي ځواكونو پېشه وره صلاحيتونه ستائلو سره وئيلي چې فتنہ الخوارج په ضد د امنيتي ځواكونو په وخت او مؤثره کارروائی د ستائني وړ ده،د ترهه ګرۍ ختمولو او هېواد دفاع لپاره د امنيتي ځواكونو په قربانو ټول قوم فخر كوي۔ده ووئيل د پاکستان بهادر پوځ او قانون نافذ کونكي ادارے هېواد كښې امن و استحکام لپاره شپه ورځ چمتو دي۔د قومی اسمبلۍ سپیکر ووئيل ټول قوم د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو سره ولاړ دے،د ترهه ګرۍ تر بشپړه ختمولو به د امنيتي ځواكونو كاروائي رواني وي۔ سردار ایاز صادق ووئيل د پاکستان دښمنه عناصر به په هر محاذ ماتي سره مخ كيږي،د ترهه ګرغ تر بشپړه ختمولو به جنګ روان وي۔











