پينډۍ 08 مارچ (اے پي پي) امنيتي ځواكونو خېبر پښتونخوا كښې 5 جلا جلا كارروائيو كښې د هند پراكسي فتنه الخوارج 13 ترهه ګر ووژل۔ انټر سروسز پبلك ريليشنز (آئي ايس پي آر) د اړخه جاري شوې پرېس ريليز كښې وئيلي شوې چې باجوړ ضلع كښې په انټيلي جنس اډانه كارروائي په مهال فورسز د خوارجو ژالي په ښه ډول په نښه كړي او په يو بل د ډزو نه …
امنيتي ځواكونو خېبر پښتونخوا كښې 5 جلا جلا كارروائي،د هند پراكسي فتنه الخوارج 13 ترهه ګر ووژل شول۔آئي اېس پي آر

مزید خبریں
پينډۍ 08 مارچ (اے پي پي) امنيتي ځواكونو خېبر پښتونخوا كښې 5 جلا جلا كارروائيو كښې د هند پراكسي فتنه الخوارج 13 ترهه ګر ووژل۔ انټر سروسز پبلك ريليشنز (آئي ايس پي آر) د اړخه جاري شوې پرېس ريليز كښې وئيلي شوې چې باجوړ ضلع كښې په انټيلي جنس اډانه كارروائي په مهال فورسز د خوارجو ژالي په ښه ډول په نښه كړي او په يو بل د ډزو نه بس 5 خوارج ووژل شول۔ دې نه بنوں او ډيره اسماعيل خان ضلعو كښې دوه نورو كارروائيو كښې د هند پراكسي فتنه الخوارج درې ترهه ګر وژلې شوي۔دغسې خېبر او جنوبي وزيرستان ضلعو كښې دوه جلا جلا كارروائيو په مهال 5 نور خوارج په نښه كړې شوي۔وژلې شوي هند ملاتړ كونكو ترهه ګرو څخه وسله او ګوله بارود ههم برآمد كړې شوي،كومو چې په سيمه كښې د ترهه ګرۍ په ګڼو كاروائيو كښې ككړ وو۔آئي ايس پي آر له مخې دا كارروائي هغه وخت شوي كله چې پاكستان په خپله افغان پوله د چيلنجونو مقابله كوي۔د پاكستان امنيتي ځواكونو د هېواد د پولو دفاع لپاره كلك او غير متزلزل عزم سره په مړانه مقابله كوي۔آئي ايس پي آر له مخې سيمه كښې د موجود كوم هم هندي ملاتړ كونكو ترهه ګرو ختمولو لپاره كليئرنس آپريشن روان دي۔ امنيتي ځواكونه او پاكستان قانون نافذ كونكو ايجنسيو د اړخه وفاقي ايپكس كمېټۍ نېشنل ايكشن پلان منظورۍ سره وژن ‘عزمِ استحكام’ ترمخه د ترهه ګرۍ مخنيو كمپائن به بشپړه رفتار سره روان وي دغسې چې د هېواد څخه غير ملكي سرپرستۍ كښې ترهه ګرۍ خطرے په بشپړه ډول ختمي شي۔










