ټيكنالوجي او جدت د لارې به ميرمني او جينكۍ خپلواكه كولې شي۔وفاقي وزيره شزا فاطمه خواجه

اسلام آباد 08 مارچ (اے پي پي) د انفارمېشن ټيكنالوجي و ټيلي كميونيكيشن وفاقي وزيري شزا فاطمه خواجه ووئيل د ميرمنو نړيواله ورځ يوه مهمه ورځ ده كومه چې مونږ ته د ميرمنو او جينكو د حقونو او د هغوي د پرمختګ لپاره خپلي ذمه وارۍ يادوي چې ميرمنو او جينكو ته د ژوند په ټولو څانګو كښې او په خاص توګه تندۍ سره پرمختګ كونكي ډيجيټل نړۍ كښې د …

اسلام آباد 08 مارچ (اے پي پي) د انفارمېشن ټيكنالوجي و ټيلي كميونيكيشن وفاقي وزيري شزا فاطمه خواجه ووئيل د ميرمنو نړيواله ورځ يوه مهمه ورځ ده كومه چې مونږ ته د ميرمنو او جينكو د حقونو او د هغوي د پرمختګ لپاره خپلي ذمه وارۍ يادوي چې ميرمنو او جينكو ته د ژوند په ټولو څانګو كښې او په خاص توګه تندۍ سره پرمختګ كونكي ډيجيټل نړۍ كښې د زكړو، مخ په وړاندې تللو او قيادت كولو برابر موقعې ترلاسه شي۔د ميرمنو نړيوالي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې دي ووئيل سږ كال د دې ورځ سرخط ’’حقوق، انصاف، عمل : ټولو ميرمنو او جينكو لپاره ‘‘ دې خبري پلو پام راګرځوي چې مونږ له يواځې خبرو كولو ته نه بلكه عملي اقدامات ته اړتيا ده۔د نن په ډيجيټل دور كښې تر ټيكنالوجي رسنه، ډيجيټل تعليم او محفوظ آن لائن ماحول د ميرمنو او جينكو لپاره مهم دے دغسې چې هغوي تعليم، معيشت او سماجي ژوند كښې بشپړه برخه واخلي۔دي ووئيل په پاكستان كښې ميرمني په ټيكنالوجي، كاروبار او ډيجيټل جدت په څانګو كښې كاركردګۍ څرګندوي۔د هغوي صلاحيت، محنت او قيادت د پاكستان ډيجيټل سباؤن قوي كولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔

مزید خبریں