اسلام آباد 07 مارچ (اے پي پي) د صدر مملکت آصف علي زرداري د اړخه پاکستان آرفن کيئر فورم تر سيوري لاندي يتيمانو ماشومانو په درناوي كښې په ايوان صدر كښې د روژه ماتي اهتمان چې پكښې ګڼ شمير ماشومانو ګډون وكړو۔ د اسلامي مرستي تنظيم (او آئي سي) هر كال روژې مباركي مياشت كښې اسلامي نړۍ كښې د يتيمانو ورځ لمانځي، ايوانِ صدر كښې د خالي په ورځ دې …
صدر مملکت آصف علي زرداري د اړخه پاکستان آرفن کيئر فورم د سيوري لاندي يتيمانو ماشومانو په اعزاز كښې په ايوان صدر كښې د روژه ماتي ميلمستيا

مزید خبریں
اسلام آباد 07 مارچ (اے پي پي) د صدر مملکت آصف علي زرداري د اړخه پاکستان آرفن کيئر فورم تر سيوري لاندي يتيمانو ماشومانو په درناوي كښې په ايوان صدر كښې د روژه ماتي اهتمان چې پكښې ګڼ شمير ماشومانو ګډون وكړو۔ د اسلامي مرستي تنظيم (او آئي سي) هر كال روژې مباركي مياشت كښې اسلامي نړۍ كښې د يتيمانو ورځ لمانځي، ايوانِ صدر كښې د خالي په ورځ دې مناسبت سره دستوره وشوه۔دا ورځ يتيمانو ته پېښو چيلنجونو په اړه بيداري زياتولو، سماجي يووالي قوي كولو او په خاص توګه د شخړو له امله ځپبلې شويو سيمو كښې کمزورو ماشومانو خيالي ساتلو، تعليم او تحفظ ودي ته پام لرنه كوي۔ صدر مملکت په دې موقع په خپله وينا كښې ماشومان د پاكستان سباؤن وګرځولو۔ده يتيمانو ته مخاطب کيدو سره ووئيل ايوان صدر ستاسو كور دے،كله چې راځئ نو زه ډير خوشحاله كيږم۔ صدر مملکت ماشومانو ته ووئيل ستاسولپاره ټيبلټس ډالۍ كوم،دا به د لوستلو په اړه تاسو په پكار راشي۔ صدر مملکت ووئيل يتيمانو له به سباؤن كښې په کالجونو او پوهنتونونو كښې د جديد تعليم موقعې وركولې شي او هغوي لپاره به اسکالرشپ بېلولې شي۔ صدر آصف علي زرداري ماشومانو ته مخاطب کيدو سره ووئيل د پاکستان معمارو سره ملاقات كولو سره خوشحاله شوې يم او عمر له زما دعاګاني ستاسو سره وي۔ صدر مملكت د منطقې وضعېب ښه كيدو او پاكستان امن لپاره دعا اوكړه او د نيكو هيلو څرګندوني سره ئې ووئيل د هېواد او اولس خذمت به روان ساتلے شي۔ پاکستان آرفن کيئر فورم چيئرمين ايئر مارشل ريټائرډ فاروق حبيب او نورو شخصياتو هم دستوره كښې ګډون وكړو۔د پاکستان آرفن کيئر فورم چيئرمين په دې موقع وينا كښې ووئيل د يتيمانو په ايوانِ صدر كښې كوبه توب او ډاډګيرنه كولو د صدر مملکت مننه كوم۔ده ووئيل د يتيمانو خوابونه پوره كول او د هغوي سباؤن جوړول تزمونږ اجتماعي ذمه واري ده۔ده ووئيل پاکستان آرفن کيئر فورم د يو لاکھ څخه زياتو يتيمانو کفالت کوي، صدر آصف علي زرداري په دې موقع يتيمانو له د ټيبلټس پشمول بېلي ډالۍ وركړي۔











