لاهور 07 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف مينځني ختيز او خليج كښې د تاؤ ترېښوالي په نتيجه كښې نړيوال معاشي فشار تر نظر ساتلو سره سادګۍ او بچت لپاره تګلاري جوړولو او حكومتي كمېټۍ ته 48 ساعتونو كښې په دې اړه د عمل وړ تجاويز وړاندې كولو سپارښتنه وكړه۔د خالي په ورځ د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې اوسني نړيوال تناظر كښې د هېواد معاشي …
د وزيراعظم په مشرۍ كښې اوسني نړيوال تناظر كښې د هېواد معاشي صورتحال جاج اخستلو لپاره غونډه، معاشي پرمختګ ، سادګۍ او بچت لپاره تګلاري جوړولو او 48 ساعتونو كښې د باور وړ عمل تجاويز وړاندې كولو سپارښتنه

مزید خبریں
لاهور 07 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف مينځني ختيز او خليج كښې د تاؤ ترېښوالي په نتيجه كښې نړيوال معاشي فشار تر نظر ساتلو سره سادګۍ او بچت لپاره تګلاري جوړولو او حكومتي كمېټۍ ته 48 ساعتونو كښې په دې اړه د عمل وړ تجاويز وړاندې كولو سپارښتنه وكړه۔د خالي په ورځ د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې اوسني نړيوال تناظر كښې د هېواد معاشي صورتحال جاج اخستلو لپاره غونډه وشوه چې پكښې په نړيواله كچه د اوسني تاؤ ترېښوالي په سيمه په معاشي اثرات بريفنګ وركړې شو۔ وزيراعظم د صورت حال ترمخه معاشي پرمختګ ، سادګ٬ او بچت لپاره تګلاري جوړولو او په دې لړ كښې كمېټۍ ته 48 ساعتونو كښې د عمل وړ تجاويز وړاندې كولو سپارښتنه كولو سره ووئيل داسې تګلاره دې جوړه شي چې په اولس بوجھ كم شي، اولسي ريليف ته دې خاص پام لرنه وكړې شي۔په غونډه كښې په بريفنګ كښې وئويل شول چې د وزيراعظم په سپارښتنه تيره اوونۍ كښې د تاؤ ترېښوالي په نړيواله او سيمه ايزه كچه د معاشي اثرات جاج اخستلو لپاره كمېټي جوړه شوې وه كومه به چې په دې اړه په تګلاره كار كوي،او د هغې له امله په هېواد كښې د پيټروليم مصنوعات كمي نه دې پيدا شوې۔ بريفنګ له مخې تيره ورځ پيټروليم مصنوعات بيعه كښې زياتوالې د كمېټۍ په تجويز شوې۔ وزيراعظم كمېټۍ ته لا فعاله او متحرك كيدو سره كار كولو او زر تر زره اولس لپاره يسانۍ او د عمل وړ سفارشات وړاندې كولو سپارښتنه وكړه۔ده امر وكړو چې كوم هم پټرول پمپ يا كمپني مصنوعي قلت پيدا كولو يا ذخيره اندوزۍ كښې ككړ ومومندلې شو، هغه دې په سمدستي توګه بند كړې شي او د هغې لائسنس كولو سره دې قانوني كارروائي وكړې شي۔ وزيراعظم د خزاني وزير او پيټروليم وزير ته سپارښتنه وكړه چې د څلورو واړو صوبو دوره وكړي او صوبائي حكومتونو سره په ګډه پيټروليم مصنوعات بچت او د هغې اولس له د تعطل نه غير وركولو په اړه تګلاره او منصوبه جوړه كړي۔











