اسلام آباد 05 مارچ (اے پي پي) پاکستان او ملائيشيا د مينځني ختيز او خليج صورت حال په تناظر كښې په ډلو زور راوړې چې د تحمل څرګندونه وكړي، دښمني ختمه كړي او خپلو اختلافات د سفارت کارۍ او خبرو اترو لارې حل كړي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف او د ملائيشيا وزيراعظم داتو سري انور ابراهيم ترمينه ټيلي فوني رابطه شوي چې پكښې وزيراعظم شهباز شريف د ايران په ضد د …
د وزيراعظم شهبازشريف او ملائيشاﺀ وزيراعظم داتو سري انور ابراهيم ترمينځه ټيليفوني رابطه، مينځني ختيز او خليج صورت حال په تناظر كښې په ډلو د تحمل څرګندوني ۔ور راوړې شو

مزید خبریں
اسلام آباد 05 مارچ (اے پي پي) پاکستان او ملائيشيا د مينځني ختيز او خليج صورت حال په تناظر كښې په ډلو زور راوړې چې د تحمل څرګندونه وكړي، دښمني ختمه كړي او خپلو اختلافات د سفارت کارۍ او خبرو اترو لارې حل كړي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف او د ملائيشيا وزيراعظم داتو سري انور ابراهيم ترمينه ټيلي فوني رابطه شوي چې پكښې وزيراعظم شهباز شريف د ايران په ضد د اسرائيل د بريدونو او وروڼو خليجي هېوادونو په ضد د بريدونو نه پس مينځني ختيز كښې په روان تاؤ ترېښوالي د تشويش څرګندونه وكړه۔دوي د ملګرو ملتونو چارټر او نړيوال قانون كښې درج ټولو رياستونو خپلواكۍ او سيمه ايزي سلامتيا په احترام زور راوړو سره ډلو ته اپيل وكړو چې د تحمل مظاهره وكړي، دښمني ختمه كړي او خپلو كښې اختلافات د سفارت کارۍ او خبرو اترو د لارې حل کړي۔د وزير اعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې دواړه لارښود دې خبري ته سلا شول چې د امن بحالي او معاملات ښه كولو ته اړتيا ده،خو دا د ډلو د اړخه د تحمل څخه د كار اخستلو په صورت كښې كيدے شي۔په دې لړ كښې دوي په ګډه كار كولو او خپل موقف په مستقل بنيادونو كوټلي كولو ته سلا شول۔ وزير اعظم شهباز شريف د ملائيشيا وزير اعظم انور ابراهيم د افغانستان په تناظر كښې د اوسني پيش رفت څخه هم خبر كړو۔دوي په خاص توګه سيمه او دې څخه بهر د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره پاکستان د ترهه ګرو په ضد محفوظولو له هڅو څخه خبر كړو۔ دواړو لارښودو د شريحكي خوښي په چارو نزدې رابطې ساتلو ته سلا شول











