اسلام آباد 05 مارچ (اے پي پي) قومي اسمبلۍ د قومي احتساب ترميمي بل 2026 منظوري وركړه۔د زيارت په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې مهه جبين خان عباسي د قومي احتساب ترميمي بل 2025 د سېنېټ څخه منظور شوي صورت كښې ايوان ته د وړاندې كولو اجازه وغوښتله، اجازت په ترلاسه كيدو بل ايوان ته وړاندې كړې شو۔ د قانون وفاقي وزير اعظم نذيرتارړ د بل مخالفت ونه …
قومي اسمبلۍ د قومي احتساب ترميمي بل 2026 منظوري وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد 05 مارچ (اے پي پي) قومي اسمبلۍ د قومي احتساب ترميمي بل 2026 منظوري وركړه۔د زيارت په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې مهه جبين خان عباسي د قومي احتساب ترميمي بل 2025 د سېنېټ څخه منظور شوي صورت كښې ايوان ته د وړاندې كولو اجازه وغوښتله، اجازت په ترلاسه كيدو بل ايوان ته وړاندې كړې شو۔ د قانون وفاقي وزير اعظم نذيرتارړ د بل مخالفت ونه كړو او ده ووئيل په دې بل كښې څلور تراميم تجاويز وركړې شوي،يو تجويز هائيکورټ سره د ضمانت اختيار په اړه دويم د کارګردګۍ په بنياد د نيب چيئرمېن موده كښې پراختيا او يو تجويز نيب څخه سزا يافته تن هائيکورټ نه علاوه وفاقي آئيني عدالت كښې د اپيل کولو حق په اړه دے۔ده ووئيل د دې تراميم مخالفت نه كوو۔خواجه اظهارالاحسن ووئيل د بل مخالفت نه غواړو خو د بل مسوده بايد مونږ له وړاندې راكړې شوي وې۔ عاليه کامران ووئيل ليډرآف دي اپوزيشن او حكومتي ډلي مشر ترمينځه مشاورت ختمول نه غواړو۔ اعظم نذيرتارړ ووئيل 175 ايف زيات واضحه دے،په دې كښې د هائيکورټ د سزاګانو په ضد آئيني عدالت كښې د اپيل حق وركولو په اړه واضحه هدايات دي۔ده ووئيل قانون سازي د پارليمان اختيار دے، معزز غړے د چا سره د مشاورت خبره كوي، ايران په اړه د جنګ په شان په حساس معامله د اپوزيشن ليډر په غونډه كښې ګډون نه دې كړې۔دې نه بس ايوان د بل شق وارمنظوري وركړه











