اسلام آباد 05 مارچ (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل د ايران څخه د پاكستانيانو انخلا لپاره د ورور هېواد آذربائيجان مرستې مننه كوو ٬خليجي هېوادونو كښې دې د پاكستان سفارتخانے د پاكستاني وګړو آسانيو لپاره هر وخت چمتو پاتې شي۔۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې ده د دې خيالاتو څرګندونه ده د ايران څخه د پاكستانيانو د انخلا او …
د ايران څخه د پاكستان انخلا لپاره د آذربائيجان مرستې مننه كوو٬خليجي هېوادونو كښې د پاكستان سفارتخانے دې پاكستاني وګړو له آسانۍ وركولو لپاره هر وخت چمتو شي۔وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد 05 مارچ (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل د ايران څخه د پاكستانيانو انخلا لپاره د ورور هېواد آذربائيجان مرستې مننه كوو ٬خليجي هېوادونو كښې دې د پاكستان سفارتخانے د پاكستاني وګړو آسانيو لپاره هر وخت چمتو پاتې شي۔۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې ده د دې خيالاتو څرګندونه ده د ايران څخه د پاكستانيانو د انخلا او خليجي هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو په اړه د غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔په غونډه كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيتر اسحاق ډار٬وفاقي وزيران اعظم نذير تارړ٬عطاﺀ الله تارړ٬د وزيراعظم صلاحكار رانا ثناﺀ الله٬وزير مملكت طلال چوهدري٬خاص مرستيال سيد سيد طارق فاطمي او اړوند اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔غونډې ته د ايران څخه د پاكستانيانو د انخلا په اوسني صورتحال بريفنګ وركړے شو۔غونډې ته ووئيل شو چې د لوے څښتن په فضل او كرم د ايران څخه پاكستانيان په حفاظت سره هېواد ته راستنيږي٬آذربائيجان كښې د پاكستان سفارتخانه چمتو ده٬د وزيراعظم په هدايت خارجه دفتر د دې ټول صورتحال پرله پسې څارنه كوي۔غونډې ته خليجي هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو آسانيو لپاره پاكستاني سفارتخانو په اقداماتو هم بريفنګ وركړې شو۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې په خليجي هېوادونو كښې د پاكستان سفارتخانې دې د پاكستاني وګړو آسانيو لپاره هر وخت چمتو پاتې شي۔











